د روڼتيا څارنې بنسټ د پياوړې څارنې د ډاډه کولو پر مټ افغانانو لپاره د مرستو د اغېزناک کولو غوښتنه کوي

21 حمل 1401
د روڼتيا څارنې بنسټ د پياوړې څارنې د ډاډه کولو پر مټ افغانانو لپاره د مرستو د اغېزناک کولو غوښتنه کوي

کابل، افغانستان: ۱۴۰۱ هـ ل د ورې ۱۰مه – د روڼتيا څارنې بنسټ د افغانستان په هکله د لندن کانفرانس چې د ۱۴۰۰ هـ ل کال د ورې په لسمه نېټه ترسره کېږي، په ګډونوالو غږ کوي چې د افغانانو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او همدارنګه د خپلواکې څارنې په وړاندې کولو سره ډاډ ترلاسه کړي چې دغه مالي مرستې په په اغېزناک ډول لګول کېږي.

د روڼتيا څارنې بنسټ اجرائيه رئېیس ښاغلي سيد اکرام افضلي وويل، “افغانستان سره د کوربه هېوادونو له لورې د ۴.۴ مليارد ډالرو مرسته خورا هڅوونکې ده. خو د دغو مرستو لګول به د پياوړې څارنې په شتون کې اغېزناک وي ”. همدارنګه، نوموړي زياته کړه چې د يو بشري ناورين د مخنيوي لپاره په سمدستي ډول د بيړنيو بشري مرستو برابرول ډېر اړين دي، خو د پرمختيايي مرستو برابرول هم د افغانستان د اقتصادي رغوونې او ثبات او پر بهرنيو مرستو د اتکا د کمولو لپاره خورا مهم دي.

ښاغلی افضلي وويل چې د افغانستان روغتيايي او پوهنيز سکتورونه له تېرو څه د پاسه شلو کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې په مرستو ولاړ دي. “د دغو مرستو له دوام پرته به افغانانو ته د بنسټيزو روغتيايي او پوهنيزو اسانتياو برابرول ممکن نه وي.”

د دې ترڅنګ بنستيزو حکومتي جوړښتونو ته اړتيا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې يو شمېر اصول لکه د مرستو روڼتيا، حساب ورکوونه، او د خلکو ګډون د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو په ګډون د مرستندويه فعالانو له لورې په پام کې نيول کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې ډېرو اړمنو کسانو ته رسېږي. د بنسټيزو ټولنو رول د پلي کوونکو ادارو له لورې د پروژو طرحه کولو او د خدماتو وړاندې کوونکو سره د حساب کولو په برخه کې مهم دی.

ښاغلی افضلي زياته کړه، “د يادو حکومتي بنسټونو د شتون سربېره دا هم اړينه ده چې يو شمېر موضوعات لکه د ډيټا ټولو، تحليل او پاليسۍ د سپارښتنو او د مدني ټولنو له لورې د خپلواکې څارنې د شتون په هکله ډاډ ترلاسه شي کوم چې د خلکو رول منعکسوي او تر اعظمي کچې د مرستو اغېزناکتوب تامينوي.” نوموړي له ټولو شريکانو څخه غوښتنه وکړه چې د مرستو په لګولو د مدني ټولنې د اړينې څارنې په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

د نورو معلوماتو لپاره، لاندې شمېرې سره اړيکه ونيسئ:

محمد ناصر تيموري، د سلا مشورو او اړیکو د څانګې مشر، 93794610003