له ښوونځیو ټولنیزه څارنه

8 جدی 1399

له ښوونځیو ټولنیزه څارنه CBM-S پروګرام د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې د دې لپاره پیل شو چې د حکومتي ادارو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ همغږي رامنځ ته، روڼتیا او حساب ورکوونه زیاته، د خلکو د څارنې په مټ د زده کړو کیفیت لوړ او د اطلاعاتو د شریکولو د همکارۍ له لارې په دغه برخه کې د شته ستونزو حل را پیدا شي. د دغه پروګرام موخه داده چې چارواکي لا ډیرې حساب ورکوونې ته تیار او خلک وهڅول شي چې د ښوونې او روزنې له سکټور سره همکاري زیاته او په سیمه ییزه او ملي کچه د پالیسیو په بدلون کې د خلکو اړتیا ته پام وشي.

له ښوونځیو ټولنیزه څارنه CBM-S د افغانستان د روڼتیا څار د سیمه ییزې نمبر ورکونې CSC د پروګرام ځایناستی شو چې د ښوونځیو د مدیریت شوراګانې (SMS) د هغوي د غړو د روزنې له لارې پیاوړې کیږي. تر څو وکولای شي چې د زده کړو له خدمتونو ارزونه تر سره کړي. ستونزې یې په ګوته کړي او د ښوونځیو د ستونزو د حل په موخه د سیمه ییزو فرصتونو د کارونې په لټه کې شي. سره له دې چې د سیمه ییزې نمبر ورکوونې CSC د پروګرام لومړنی پړاو په بریالیتوب سره د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې پای ته ورسید خو د څارنې د یوه اغیزمن سیستم د نشتوالي او د ښوونځیو د اداره کولو لپاره د شوراګانو SMSs د طبیعي غیر فعالتوب له کبله د افغانستان روڼتیا څار تصمیم ونیو چې خپله تګلاره بدله او د سیمه ییزې نمبر ورکونې CSC پروګرام په سیمه ییزه کچه د ښوونځیو د ټولنیزې څارنې CBM-S په پروګرام بدل کړي. دغه نوې تګلاره د سیمې خلکو ته د دې وړتیا ور کوي چې په منظم ډول د اوږد مهال لپاره له خپلو ښوونځیوڅارنه وکړي او د ښوونځیو له مدیریت سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

په سیمه ییزه کچه له ښوونځیو د ټولنیزي څارنې د پروګرام میتودولوژي په لاندې ډول ده:

  1. د وزارت په کچه د زده کړو له سکټور سره همغږي

له همغه پیل څخه په سیمه ییزه کچه د ښوونځیو د څارنې CBM-S د پروګرام مهم ګام داوو چې له اړوندو وزارتونو سره رابطه ونیسي او د هغوی د همکارۍ  په اړه ډاډ تر لاسه شي. په دغه پړاو کې په سیمه ییزه کچه د ښوونځیو د څارنې د پروګرام ډله د ښوونې او روزنې د سکټور له اړوندو ادارو سره مقدماتي ناستې کوي او دغه پروګرام ورته تشریح کوي. دغې کاري تګلارې ته په پراخه کچه اړتیا ده چې د پروګرام د لا زیاتې پراختیا په اړه معلومات ورکړل شي.

  1. په ولایتي کچه د ښوونې او روزنې له سکټور سره همغږي

وروسته له دې چې د پوهنې وزارت او د روڼتیا دڅار ادارې ترمنځ همکاري ډاډمنه شوه په سیمه ییزه کچه له ښوونځیو د څارنې CBM-S  د پروګرام ډله له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې کوي او د پروګرام په اړه د دوی نظراخلي او د دوی د مرستې غوښتنه کوي.

  1. د سیمه ییزو خلکو منظمول او فعالول

 په سیمه ییزه کچه له ښوونځیو د څارنې CBM-S  پروګرام د بریالي کیدو لپاره د سیمه ییزو خلکو ښکیلتیا ډیر مهم او حیاتي ارزښت لري. په دغه پړاو کې ترهدف لاندې یا ټاکل شوې ټولنې یا سیمه ییز خلک تنظیمیږي او په سیمه ییزه کچه له ښوونځیو د څارنې CBM-S  پروګرام  د سیمې خلکو ته تشریح کیږي. وروسته تردې د سیمې خلک هڅول کیږي یا له دوی څخه غوښتل کیږي چې وړ او تحصیل لرونکي خلک د سیمه ییزو څارونکو( LM) یا د سیمه ییزواستازو په توګه غوره کړي. تر څو د ښوونځیو او د ښوونې او روزنې د خدمتونو څارنه وکړي. سیمه ییز څارونکي په خپله د سیمې د خلکو لخوا غوره او معرفي کیږي.

  1. د سیمه ییزو څارونکو روزنه

د ښوونې او روزنې د خدماتو د اغیزمنې څارنې په موخه په وسایلو او اړینو تخنیکونو او مهارتونو د سیمه ییزو څارونکو سمبالتیا یوه مهمه وسیله او چاره ده. د سیمه ییزوڅارونکو له ټاکلو وروسته د روزنې او لارښوونې یوه ناسته برابریږي چې دوی د تر سره کیدونکي کار لپاره تیارشي. په دغه روزنه کې د فساد د لومړنی او اساسي مفهوم د خلکو د پوهاوي، تنظیمولو او راویښولو، څارنې او د ستونزو د حل په اړه  مسایلو باندې رڼا اچول کیږي. سیمه ییز څارونکي په دې روزنیز پروګرام کې دا پوه تر لاسه کوي چې په څه ډول د څارنې وسایل وکاروي او سروې ترسره کړي.

  1. اساسي  سروې

دا ډیره مهمه او اړینه ده چې د هغې سیمې د وضیعت په اړه بشپړ معلومات ولرئ چې د سروې لپاره یې ټاکئ. دا به د سروې ترسره کونکي د دې وړکړي (په دغه برخه کې د افغانستان روڼتیا څار) چې د مداخلې د اغیزمنتیا د اندازې سنجونې یا اندازه کوونې لپاره کارنده تګلاره طرحه کړي. په دغه پړاو کې به سیمه ییز څارونکي ډیزاین یا تیارې شوې پوښتن پاڼې د ښوونې او روزنې د خدماتو په ترلاسه کونکو وویشي او موجوده وضیعت به مستند کړي. بیا به ټول راغونډ شوي معلومات په ډیټابیس کې واچوي او د اساسي سروې راپور به وړاندې کړي.

  1. د ښوونځیو د چارو د تنظیمولو شورا (SMS) په ناستو کې ګډون او د ښوونځیو څارنه

 د ښوونځیو څارنه او د ښوونځیو د ادارې شوراګانو د دندو لا ښه ترسره کول له ښوونځیو د څارنې پروګرام اصلي برخې دي. لکه چې وړاندې یې یادونه وشوه سیمه ییز څارونکي LMs به په اونۍ کې لږ تر لږه ۲ ځلې د ښوونځیو څارنه او لیدنه کوي او د څارنې فورم به ډکوي. دوی به همدارنګه په میاشتني ډول د ښوونځي مدیریت شورا (SMS) په ناستو کې ګډون کوي او د خپلوموندنو په اړه به د خلکو استازو ته وخت په وخت تازه معلومات ورکوي. په دې پړاو کې به د ښوونځیو معلومات راغوڼدیږي او په ډیټابیس کې به ثبت یا خوندي کیږي. د سیمه ییزو څارونکو لخوا به د څارنې اونیز یا ربعوار فورمونه ډکیږي او په ډیټابیس کې به خوندي کیږي. د ثبتو شوو معلوماتو په اړه به میاشتني فیډبک شیټونه برابریږي او د ښوونځي مدیریت  او د خلکو استازو ته به ویشل کیږي. همدارنګه ګمارل شوي سیمه ییزڅارونکي به د ښوونځیو د مدیریت د شورا په ناستو کې ګډون کوي او د دوی کارې کړنې به څاري.

  1. د سیمه ییزو څارونکو LMs ناستې

د خپلو موندنو د پراخولو او همدارنګه له نورو سره د خپلو تجربو د شریکولو په موخه به په میاشت کې یو ځل د سیمه ییزو څارونکو ناستې ترسره کیږي. دغه ناستي او غونډې سیمه ییزو څارونکو ته د دې موقع برابروي چې خپل نظرونه له یو او بل سره شریک کړي، ګډې اندیښنې مطرح او په ګډه د حل لارې ورته ومومي.

  1. د ولایتي څارنې بورډ (PMB)

په سیمه ییزه کچه د ښوونځیو د څارنې په پروګرام کې دغه پړاو خورا مهم دی. په دغه بورډ یا کمیټه کې ټولې ګډون لرونکې ډلې برخه لري. لکه د ښوونې او روزنې چارواکي، د سیمه ییزو خلکو استازي او د ښوونځیو د مدیریت د شوراګانو استازي. دوی به د زده کړو په سکټور کې په ولایتي کچه په شته یا ممکنه ستونزو بحثونه کوي. دغه ناستې په هرو ۳ میاشتو کې یوځل ترسره کیږي.

  1. وروستۍ سروې

په دغه سروې کې د ښوونې یا ښوونځیو په چارو کې د مداخلې د اغیزمنتیا او تاثیراتو ارزونه ترسره کیږي. د دغې سروې پایلې به د دغه پروګرام د بریالیتوب په ارزونه کې د ترلاسه شویو نتیجو په توګه وکارول شي.

  1. د ښوونځیو د مدیریت شورا غوڼدې

د امانتولۍ رضاکاران د SMS میاشتنۍ غونډو کې برخه اخلي او د SMS فعالیت هم څاري. د څارنې ټولې پروسې او د څارنې لاسته راوړنې په منظمه توګه ټولنو ته راپور ورکول کیږي. د څارنې پایلې ښیي چې د SMS غونډې په منظم ډول په نښه شوي ښوونځیو کې ترسره کیږي او د ښوونځیو د ستونزو په پیژندلو او حل کولو کې د ځایي ټولنو ونډه هم زیاته شوې ده.

په 2014 کې د خپل پیل راهیسې، خلک 757 ښوونځي څارلي دي: په بلخ (96)، بامیان (65)، هرات (131)، کابل (97)، کاپیسا (199)، کندوز (23)، ننګرهار (76)، پروان (76). 70). په دغه پروګرام کې ۱۱۳۲۱ ستونزې په ګوته شوې چې له دې جملې څخه ۵۵ سلنه ستونزې یې حل شوې چې په ځینو ښوونځیو کې د پاکو اوبو نه شتون، د ښوونکو او زده کوونکو حاضري، د ښوونځیو د مدیریت د شورا فعالول، په ځینو ښوونځیو کې د درسي کتابونو نشتوالی او ودانۍ شاملې دي. په استثنايي حالتونو کې د احاطې دیوالونه او حتی د ښوونځي ودانۍ. خو ۵۵۸۴ ستونزې چې د ښوونځیو د ودانیو جوړول، د احاطې دیوالونو، درسي کتابونو، میزونو او څوکیو یا غالۍ، د اوبو لګولو وړ اوبه، د مسلکي ښوونکو کمښت او لابراتوارونه په کې پاتې دي.