پیژندګلوي

8 جدی 1399

د افغانستان روڼتیا څار د مدني ټولنې یو افغان بنسټ دی چې په افغانستان کې د روڼتیا، حساب ورکوونې او څارنې پیاوړتیا او ډیریدا ته ژمن دی. د افغانستان روڼتیا څار د ۲۰۰۵ کال په اکټوبر میاشت کې رامنځ ته شو او په ۲۰۰۶ کال کې د یوه خپلواک مدني بنسټ په توګه راپورته شو. د روڼتیا څار مرکزي دفتر په کابل کې دی او په بلخ، بامیانو، هرات، کابل، کاپیسا، ننګرهار، پروان، ولایتونو کې د پراختیايي پروګرام د اړتیا سره سم چارې ترسره کوي. همدارنګه د روڼتیا څار د خپلو سیمه ییزو شریکانو له لورې په مختلفو نورو ولایتونو کې هم کار کوي.

د افغانستان روڼتیا څار کار په دریو برخو کې متمرکز دي: ۱. ټولنیزې څارنې، ۲. څیړنې ۳. عدالت غوښتنې .

د خپل تاسیس راهیسې، د روڼتیا څار هڅه کړې چې د خپلو پروګرامونو له لارې فعال ښاروندي او د ټولنې تحرک وهڅوي. زموږ د ټولنیز څار فعالیتونه د ټولنې د څارنې د وسیلو پراختیا، تحرک رامنتځه کول، او د ټولنې روزل شامل دي څو د عامه خدماتو، پوهنې او روغتیا او همدارنګه ساختماني پروژو څخه څارنه وشي. تر اوسه پورې، د عامه خدماتو له 2308 څخه ډیر سایټونه د 4844 رضاکارانو لخوا څارل شوي دي.

زموږ اوسنی څیړنیز کار د روغتیا او پوهنې په سکتورونو او د مرستې په اغیزمنتیا متمرکزې دي. موخه دا ده  چې داسې څیړنې ترسره شي څو د بحث نوې اجنډاوې رامنتځه شي، د تصمیم نیوونکو اړخونو باندې اغیز ولري، او د غیر مستند او غیر سپړل شوي مسلو په اړه د خلکو پام ور زیاد شي.

زموږ د عدالت غوښتنې کار موخه د پوهې پر بنسټ د تصمیم نیولو او د فساد د حکومتدارۍ او امانتولۍ مسلو په اړه د عامه بحثونو په اړه د روڼتیا څار مخکښ رول ته وده ورکول دي. زموږ د عدالت غوښتنې کار د روڼتیا او حساب ورکونې مسلو په اړه د پالیسۍ ډیالوګ اسانه کول شامل دي. موږ د هغو مسلو لپاره د پالیسي په عدالت غوښتنو  بوخت یو چې ټولنې هره ورځ تجربه کوي، پداسې حال کې چې هڅه کوي حکومت او د خدماتو چمتو کوونکي څخه حساب وغواړي.

زموږ اوسنۍ موضوعي تمرکز د مرستو په اغېزمنتوب، د پوهنې او روغتیا سکتورونو او همدارنګه د پراخې حکومتولۍ مسلو باندې دی.

په ټولیز ډول، د روڼتیا څار د کلونو په اوږدو کې په محلي او ملي کچه د فساد ضد مخکښ سازمان په توګه ځان ثابت کړی دی. برسېره پردې، د روڼتیا څار نړیوال پیژندنه هم ترلاسه کړې او د پوهې شریکولو او د نړیوال بشپړتیا او د فساد ضد اجنډا باندې کار کولو ایتلافونو کې د ګډون له لارې د فساد سره په نړیواله مبارزه کې مرسته کړې.

د افغانستان روڼتیا څار اداره د خپلو قوانینو له مخې اداره کیږي چې په ترڅ کې یې عمومي مجمع د مدیره هیئت د ټاکلو او په قوانینو کې د بدلون راوستلو واک لري. د مدیره هیئت، اجرایي رییس استخدام کوي، او د ادارې کلنی پلان او بودیجه تصویبوي. د سازمان برنامه او عملیاتي چارې د اجرایي رییس په مشرۍ د اجرایوي کمیټې لخوا ترسره کیږي.