یو ښوونځی په درېو سیمو کې

4 دلو 1395
یو ښوونځی په درېو سیمو کې

   له ښوونځیو څخه د څار پروګرام – کاپیسا ولایت

د خیالي، له ودانۍ پرته، ویجاړو او په کرايي کورونو کې مېشتو ښوونځیو ستونزه، له پخوا راهیسې د رسنیو له خوا تر خلکو رسول کېږي. د څو کلونو په تېرېدو او د ښوونې او رزونې له سکتور سره د پراخو مالي مرستو په کېدلو سربېره، اوس هم داسې ښوونځي شته، چې تر ډېره یوې ویجاړۍ(کنډوالې) ته پاتې کېږي، نه د علم او پوهې د زده‌کولو ځای ته.

د کاپیسا ولایت په محمود راقي ښار کې د هلکانو منځنی ښوونځی امام حسن، له پنځوس کلنې مخینې سره ــ سره، یو له هغو ښوونځیو څخه دی، چې له دا ډول ستونزو سره مخ دی. دا ښوونځی، سره له دې، چې دا مهال په کې شاوخوا ۳۰۰ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي او له بلې خوا، د کاپیسا ولایت په مرکز کې پروت دی، له هغسې حالت نه، چې باید لرلی یې، نه دی برخمن.

یاد ښوونځی، له تاریخي قدامت سره ــ سره، په کرايي کورونو کې پروت دی او مهمه دا، چې زده‌کوونکي، د یوه ښوونځي تر نامه لاندې، په درېو بېلابېلو ځایونو کې درس وايي. د ښوونځي اداره، له درېو درسي خونو سره، په یوه کور کې څلور ټولګي، په بله ویجاړه ودانۍ کې  او دوه نور ټولګي همالته په یوه جومات کې دي.

زده‌کوونکي له کمو امکاناتو سره په فرش، تر سیوري لاندې په ویجاړو خونو او د سیمې په جومات کې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. د دغه ښوونځي وضعیت خواشینوونکی دی او مسوولانو ورته ان د ظاهر شاه له سلطنت راهیسې تر اوسه پورې، پاملرنه نه ده کړې، خو د خلکو په وینا، د سیمې یوه وګړي د سیمې د خلکو په هڅونه او ملاتړ، د دوه نیم جریبه په پراخوالي ځمکه، دغه ښوونځي ته ورکړې ده، خو د پوهنې ریاست او مؤسسو ته د خلکو له پرله‌پسې مراجعو او وړاندیزونو وروسته یې هم، جوړولو ته اقدام نه دی شوی.

د روڼتیا څار سازمان له ښوونځیو څخه د ټولنیز څار پروګرام، چې له ۲۰۱۵ ز.کال راهیسې، په کاپیسا ولایت کې پیل شوی، دغې موضوع ته متوجه شوی او څو ځله یې د دغه ښوونځي ستونزې، له چارواکو سره شریکې کړې دي. که څه هم ویل کېږي، په دې وروستیو کې یو شمېر انجنیران، د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره راغلي او د سروې مقدماتي کارونه یې کړي، خو له بده‌مرغه، تر دې مهاله د ودانۍ د جوړولو لپاره عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

له بلې خوا، د سیمې خلک له دغه نېک اقدام څخه خوښي ښيي، خو د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو په برخه کې ډېره هیله نه لري. هغوی وایي، څو ځله بېلابېلو مؤسسو، د دغې سیمې عکسونه اخیستي او د جوړولو په تړاو یې ژمنې کړې، خو تر اوسه  پورې د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

له پوهنې وزارت څخه د خلکو غوښتنه دا ده، چې تر هرڅه ژر، د ښوونځي د ودانۍ چارې پیل او د خلکو د ډاډ لپاره د دغه ښوونځي د انګړ دېوالونه جوړ کړي.