په هرات کې سیمه ییز څارونکي د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د ښوونځي انګړ د ډبرو په فرش کولو بریالي شول

8 دلو 1394
په هرات کې سیمه ییز څارونکي  د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د ښوونځي انګړ د ډبرو په فرش کولو بریالي شول

د ښوونځي د انګړ ټولې پياده لارې چې کلونه وړاندې کانکریټ شوې وې، ماتې او تخریب شوې وې. هره ورځ په زیات شمېر زده کوونکي په ځمکه لوېدل. د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتي په لومړیو کې د اجتماعي څارونکي، د ښوونځي مدیر او د پرمختیایي شورا له لورې تر غور لاندې ونیول شوې.

په هغې غونډه کې چې د مکتب مسؤل مدیر، د پرمختیايي شورا غړیو، د روڼتیا څار اجتماعي کارکونکي، د زده کوونکو پلرونو، ښوونکو او د سیمې او محیط نفوذي مخوروکسانو ګډون درلود. غونډه د ښوونځي د مدیر له لورې پر مخ وړل کېده. وروسته یې د ښوونځي ستونزې د غونډې له ګډونوالو سره شر یکې کړې. نعمت الله سادات چې د دې مکتب د پرمختیایي شورا معاونیت دنده درلوده د ډبرو د فرش غوښتنه وکړه او ټولو ګډونوالو دا غوښتنه ومنله او هیڅ وګړي په دې کار کې مخالفت ونکړ او خیرخواه وګړو هم د ښوونځي د زده کوونکو له لارې د همکارۍ ډاډ ورکړ او هیڅ دونر سره اړیکه ونه نیول شوه.

د شورا په تصویب پسې فیصله وشوه چې د مکتب انګړ د ډبرو فرش شي او د کار مخ ته وړلو مسؤلیت یې ښاغلي سید نعمت الله سادات ته ور وسپاره. له نېکه مرغه یاد مشکل حل او د ۴ میاشتو په اوږدو کې کار پای ته ورسېد او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت په راغی.

اوس مهال مکتب کوم ځانګړې ستونزې نه لري او دا د زده کوونکو او د زده کوونکو د پلرونو د خوښۍ سبب وګرځېد، هغه ستونزې چې موجودې وې حل شوې او مکتب ته یې لا ښکلا ور وبخښله، او په تګ راتګ کې لا اسانتیاوي رامنځ ته شوې او زده کوونکي تر پخوا زیات ښوونځي ته علاقمند شول.

ښاغلی اکبري چې د یادې سیمې یو تن اوسېدونکی دی وایي: زه خبله په همدې سیمه کې ژوند کوم او د دې شاهد یم هغه وخت چې د ښوونځي انګړ خراب وو د ژمي په موسم کې ډېری زده کوونکي په ځمکه لوېدل او د لاسونو او پښو د ماتوالي سبب یې ګرځېدل او تل به مو په تګ راتګ کې ستونزې درلودې، ځکه د باران د زیات اورښت له امله لاره بندېده. له نېکه مرغه اوس دا ستونزه نه لرو