محلی ناظرینوپه هرات د نوین علیا ښوونځې په کمپیوټرونو سمبال کړه

25 قوس 1394
محلی ناظرینوپه هرات د نوین علیا ښوونځې په کمپیوټرونو سمبال کړه

محلی ناظرینوپه هرات د نوین علیا ښوونځې په کمپیوټرونو سمبال کړه

دنوین علیامکتب دهرات ولایت په انجیل ولسوالی کی موقعیت لری.په هرات کی ښآری مکتبونه په کمپیوټرومجهزدی اوزده کوونکی دکمپیوټرددرسونونه بهره من دی امادانجیل ولسوالی په نوین علیامکتب کی ،دی ټیکنالوژی سره زده کوونکی هیڅ آشنایی نلری.هغه محلی ناظرین چی ددی مکتب څخه څارنه کوی ددی ستونزی دحل په منظور،مختلفوسرچینولکه دانجیل ولسوالی مسؤلین اودمعارف ریاست مسؤلینو سره په تماس کی شول ،، مګربریالی نه شول.

ددی مکتب یومحلی ناظرداستونزه خپل یوملګری سره چی په سی اچ ای مؤسسه کی کارکاوه شریکه کړه چی دنوموړی مؤسسی فعالیتونه په هرات کی په خلاصیدوکه وه.دنوموړی مؤسسی مسؤلین علاقمندی وښودله چی داوسایل اولوازم نوین علیامکتب ته تسلیم کړی.دمحلی ناظرینوپه ملاتړ،څلوردیسکتاپ کمپیوټرونه،دوه لپټاپ کمپیوټرونه،څلوردکمپیوټرمیزونه،څلورالماری،دلیکنی لپاره څلورسپین تختی،پنځه بخاری،یودخځلوسطل،یوه دلرګیوڅخه جوړدساتونکوغرفه،دمکتب نوین علیامسؤلینوته تسلیم شو.نوموړی توکی دمکتب دکمپیوټرخونی ته آسانتیاوی برابری کړی دی. دنوموړی سیمی خلک دافغانستان درونتیاڅارسازمان دمحلی  ناظرینودهمغږی څخه مننه وکړه .له ښوونځیو ټولنیز څارنه CBM-S پروګرام د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې ددې لپاره پیل شو، چې د حکومتي ادارو او سیمه ییزوخلکو ترمنځ همغږي رامنځ ته ، روڼتیا او حساب ورکونه زیاته، د خلکو د څارنې په مټ د زده کړو  کیفیت لوړاو د اطلاعاتو د شریکولو د همکارۍ له لارې په دغه برخه کې د شته ستونزو حل راپیدا شي.ددغه پروګرام موخه داده، چې چارواکي لاډیرې حساب ورکونې ته تیار او خلک وهڅول شي،چې د ښوونې او روزنې له سکټور سره همکاري زیاته او په سیمه ییزه او ملي کچه د پالیسیو په بدلون کې دخلکو اړتیا ته پام وشي .