سیمه ییز څارونکي په کاپیسا کې د ښوونځي ستونزه اواروي

24 اسد 1395
سیمه ییز څارونکي په کاپیسا کې د ښوونځي ستونزه اواروي

په کاپیسا والیت کې د شهید مولوي فیض محمد ښوونځی له پراخو ستونزو رسه مخ وو، چې د زده کوونکو زده کړې یې له ستونزو رسه مخ کړې وې. په دغه ښوونځي کې، نه یوازې پوره دريس کتابونه او مسلکي ښوونکي نه وو، بلکې نورې ستونزې لکه د څوکیو او کړکیو د تاالرونو د دروازو نه شتون او نورې نیمګړتیاوې د دې المل شوې وې، چې زده کوونکي له ښې او باکیفیته زده کړې بې برخې يش.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د ښوونځیو سیمه ییز څارونکی او له محاکمو څخه د څار پروګرام څارونکی، چې د دغه ښوونځي د اداري شورا غړیتوب یې هم درلود، وتوانېدل ستونزې په ګوته کړي او پرېکړه یې وکړه، چې د دغو ستونزو د حلولو لپاره له خوله ورو او توامنندو خلکو او د سیمې له خلکو څخه د یو پروګرام له الرې مرستې راټولې کړي.

د ښوونځي اداري شورا، د یو پروګرام له الرې چې له ښوونځي رسه د مرستې او همکارۍ د جلب په موخه جوړه شوی وه، د سیمې مخور، د یو شمېر دولتي ادارو چارواکي، مرشان، سیمه ییزو روڼ اندي، مدين ټولني او د سیمې خلک چې شمېر یې ۱۵۰ ته رسېده، را وغوښتل.

دغه پروګرام د ښوونځي په تاالر کې جوړ شو، هلته د هر قرش استازي د ستونزو په تړاو خربې وکړي او د حل لپاره بېالبېلې الرې وڅېړل شوې. یوه ګډونوال وړاندیز وکړ، چې هره کورنۍ، چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي، په میاشتني ډول، ۵۰ افغانۍ له ښوونځي رسه د مرستې لپاره ورکړي. نورو ویناوالو، هم له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه او د سیمې خلک هم، چې د دغه پروګرام په موخو پوه شول، هرکلی یې وکړ. د غونډې په پای کې، یو شمېر ګډونوالو په خپله خوښه، خپلې مرستې د شورا استازي ته وسپارلې او ټولې شوې پیسې، په ترتیب شوي ژورنال کې ثبت شوې.

ور پسې، شورا خپله بېړنۍ ناسته وکړه او د را ټولو شوو پیسو له شمېرلو وروسته یې، یو درې کسیز پالوی، چې د ښوونځي د شورا غړي وو وټاکل او الرښوونه یې ورته وکړه، چې د اړتیا وړ توکو له پېر وروسته یې صورت حساب واخيل. شورا همدا راز پرېکړه وکړه، چې د دې لپاره چې پروسه ډېره رڼه وي، د اخیستلو پر مهال دې درې تنه حضور ولري.

یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي هم په داوطلبانه ډول چمتو شول، چې د نیالګیو د اېښودلو، ګالنو کرلو او د ښوونځي د رنګولو له الرې د ښوونځي په شین والی او ښکال کې ونډه واخيل. دغه هڅې د مدين ټولنې او د اطالعاتو او فرهنګ له خوا وستایل شوې او داوطلبانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د شهید مولوي فیض محمد ښوونځی، د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ له ښوونځیو څخه دی او اداري شورا يې یوه له فعالو او کارنده شوراګانو څخه وه، چې تل یې د خپل ښوونځي د ستونزو په حل کې د پام وړ السته راوړنې لرلې دي. دغې شورا د ښوونځي د ستونزو د حل لپاره بېالبېلې هڅې کړې، چې کوالی شو، د ښوونځي رنګولو او د ښوونځي د شنې سیمې د پراختیا په موخه، د نیالګیو د کېنولو او بېالبېل ډول ګالنو د کرلو لپاره د ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې د خلکو هڅولو او د کاپیسا والیت پوهنې ریاست ته، د دغه ښوونځي د ستونزو لېږد ته اشاره وکړو.