سیمه ییز څارونکيٍ د کاپیسا ولایت د شهید عبدالرقیب ښځینه ښوونځي د دېوال په لوړولو او د دروازې په ايښودلو بریالي شول

8 دلو 1394
سیمه ییز څارونکيٍ د کاپیسا ولایت د شهید عبدالرقیب ښځینه ښوونځي د دېوال په لوړولو او د دروازې په ايښودلو بریالي شول

د کاپیسا ولایت د کوهسستان ولسوالۍ د شهید عبدالرقیب ښځينه ښوونځي زده کوونکي د دېوال د کوچنیوالي او د دروازې د نه شتون له امله له یو لړ مزاحمتونو او امنیتي ستونزو سره مخ وو. د ښوونځي ادارې د یاد ولایت ریاست ته په بار بار د دې دېوال د جوړېدو وړاندیزونه کړې و، چې د بودیجې د نه شتون له امله یې مطلوبه پایله نه درلوده. د یاد ښوونځي سیمه ییز څارونکي حاجي شیرپادشاه د ښوونځي اداري فوق العاده شورا را وغوښته او د دېوال لوړېدو او د ښوونځي د دروازې ايښودو په موخه یې غونډه وکړه. د غونډې په پایله کې د شورا غړو هوکړه وکړه چې په دې اړه د شورا غړي له پاملرنې موسیسې سره چې له پوهنې ریاست سره د همکارۍ اوږد شالید لري ملاقات وکړي. د ښوونځي د اداري شورا په فیصلې پسې د سیمه ییزو څارونکي په شمول څلور تنو د پاملرنې له مؤسسې سره ملاقات وکړ او په پایله کې یادې موسیسې د وړاندیز شویو ستونزو د حل ژمنه وکړه. د شورا او پاملرنې موسیسې استازو د پوهنې ریاست له هوکړې اخیستو وروسته د دېوال د لوړولو او دروازې د ايښودلو کار پیل او د یوې میاشتي په اوږدو کې کار پای ته ورسېد. د کار پای په حقیقت کې د ستونزې د پای په مانا و.