د یوه سوځیدلي ښوونځي بیا رغول شوې ودانۍ او د زدکوونکو خوشحالۍ

4 سنبله 1403
د یوه سوځیدلي ښوونځي بیا رغول شوې ودانۍ او د زدکوونکو خوشحالۍ

لیکونکی: ذبیح الله سناء، د هلمند ولایت

۱۴/ لیندۍ/ ۱۴۰۲

د هلمند په یوه مرکزي سیمه کې هغه سوځیدلې ودانۍ چې یو وخت به یې زدکوونکو په لیدلو اوښکې تویولې، اوس بیرته رغول شوې او دې کار شاګردانو ته خوشحالي ور بخښلې ده.

دا ودانۍ د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اړوند، د تپه بولان د ښوونځي وه چې د جګړو په مهال له منځه تللې وه.

تپه بولان ښوونځی د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې موقعیت لري. بولان یوه ستره تاریخي کلا ده چې له لښکرګاه څخه شاوخوا ۱۲ کیلومتره واټن لري. دغې کلا ته په کابو یو کیلومترۍ کې یوه غونډۍ ده او یاد ښوونځی همدې غونډۍ ته نږدې جوړ شوی و.

د پخوانین نظام د په وروستیو کې دغه سیمه د جګړې کرښه وه، له همدې امله زدکوونکو نشو کولای چې ښوونځي ته لاړ شي. د دغه ښوونځي ودانۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال په غبرګولي کې بمبار شوه. که څه هم بمبار د سر زیان نه درلوده؛ خو د ښوونځي هر څه پکې له منځه لاړل.

د تپه بولان د ښوونځي د پنځم ټولګي زدکوونکی محمد ابراهیم، د خپل ښوونځي د ویجاړې ودانۍ په لیدلو ډیر خپه شوی و. دغه کوچنی زدکوونکی وايي: ” په څلورم ټولګي کې وم چي دلته جنګونه شروع شول. مکتب رخصت سو. موږ ناوې ولسوالۍ  ته کډه وکړه چي کله بیرته راغلو؛ نو مکتب مو ویشتل شوی و. د خپل مکتب سوځیدلې او ویجاړې شوې ودانۍ ډیر خواشینی کولم.” محمد ابراهیم اوس خوشحاله دی چې ښوونځی یې بیا جوړ شوی او ډله ډله زدکوونکي ور روان وي.

د تپه بولان ښوونځی د بهاوالدین په نوم د یوه علم پاله شخص په هڅو په کال ۱۳۸۰ کې تاسیس شو او  د همده لخوا یې د تدریس چارې پر مخ تللې.

استاد بهاوالدین اصلاً د غور ولایت اوسیدونکی دی چې بیا د لښکرګاه بولان ته را کډه شوی و. دغه ښوونکی د تپه بولان د ښوونځي په اړه وايي: ” ما او د سیمې خلکو په ګډو هلوځلو او پرلپسې غوښتنو سره وکولای شول چې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو منظوري واخلو. په  ۱۳۸۵ کې یې کار پیل شو، یو کال وروسته ودانۍ جوړه شوه او بیا په ۱۳۸۷ کې عملاً د ښوونځي لپاره چمتو او درس پکې شروع شو.”

په دغه منځني ښوونځي کې په دوه جلا- جلا وختونو کې له لومړي تر نهم ټولګي پورې نجونې او هلکان په زدکړو بوخت ول؛ خو پر نجونو د تعلیم له بندیز وروسته، اوس ورته یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې راځي او هلکان بیا تر نهم ټولګي پورې پکې په زدکړو بوخت دي.

په دغه ښوونځي کې د درېیوو کلیو او پینځو بلاکونو شاوخوا ۱۲۰۰ زدکوونکي په زدکړو بوخت دي چې د ۲۱ ښوونکیو لخوا یې د تدریس چارې تر سره کیږي.

په ښوونځي کې د درسي ټولګیو د نشتوالي له کبله اته خیمې هم درول شوي دي او د ټولګیو کار ځنې اخیستل کیږي.

 

د نوموړي ښوونکي د معلوماتو له مخې، د وخت په تیریدو د سیمې قومي مشرانو، عالمانو او د ټولنیز څار رضاکارانو د څيړني، تعليم او تربيه مرکزى موسسه ((COREاو د دې تمویلوونکې مؤسسې (د افغانستان رونټیا څار) په ګډه همکارۍ د دغه نړیدلي او سوځیدلي ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړونې هڅې ګړندۍ شوې.

د همدغو هڅو او له اړونده ادارو سره د پرلپسې اړیکو په لړ کې، د یونیسف ( UNICEF) په مالي ملاتړ لخوا یې د ۱۴۰۱ کال د تلې په لومړیو کې د بیا جوړونې کارونه پیل شول. دغه ودانۍ نږدې اتو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

دغه نوې رغیدلې ودانۍ څلور ټولګي، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه او اته تشنابونه لري. همدارنګه په ښوونځي کې اته خیمې هم درول شوي دي.

د اسدالله په نوم د همدې ښوونځي یو ښوونکی وايي: ” مخکي مشکلات زیات ول؛ خو اوس الحمدلله په کمیدو دي او د ښوونځي په بیا جوړیدو خوشحاله یوو. یوه لویه ستونزه مو د ټولګیو د کمښت ده. ډیری زدکوونکي په خیمو کي زدکړې کوي چي هغه هم ټولې خرابې دي.”

د بولان خلک له حکومت او اړونده مؤسسو غواړي چې د دی ښوونځي ته نورې درسي خونې هم جوړې کړي چې ټول زدکوونکي پکې په ارامه زدکړې وکړي.