د کاپیسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ خلک د ښځینه ډاکټرې له ګمارل کیدو هرکلی کوي

8 سنبله 1403
د کاپیسا د حصه اول کوهستان ولسوالۍ خلک د ښځینه ډاکټرې له ګمارل کیدو هرکلی کوي

لیکونکې: ترینا صدیقي/ کاپیسا
۱۰/ لیندۍ/ ۱۴۰۲

که هغه مهال د کاپیسا د حصه اول ولسوالۍ په کلینیک کې ښځینه ډاکټره وای؛ نو د میرمن نوګلې د لاس دوه ګوتې به نه پرې کیدې. که څه هم دغه میرمنه د خپل لاس له لیدلو ځوریږي؛ خو وايي چې د ښځینه ډاکټرې په ګمارل کیدو اوس د خوښۍ احساس کوي.
دوه دیرش کلنه نوګل کوهستاني، د حصه اول ولسوالۍ د خمزرګر کلي اوسیدونکې ده. هغه وايي چې پخوا یې د کلي په اړونده کلینیک کې ښځینه ډاکټره نه وه او میرمنو ته به د خپلو کورنیو لخوا د دې اجازه نه ورکول کیده چې نارینه ډاکټر ته لاړې شي.
میرمن نوګل هم د همدې دود قرباني شوې وه. هغه د خپلو ګوتو د پرې کیدو په اړه وايي: “کروندګر خلک یوو. یوه ورځ مې په لور لاس ټپي شو. کله چې کلینیک ته لاړم، ښځینه ډاکټره نه وه او خاوند مې اجازه رانکړه چې د درملنې لپاره نارینه ډاکټر ته لاړه شم. مجبوره شوم چې په خپلسر له کورنیو درملو کار واخلم. د څو ورځو په تیریدو مې د لاس وضعیت خراب شو؛ کله چې ډاکټر ته لاړم، دوه ګوتې یې راته پرې کړې. هر وخت چې مې لاس ته ګورم ځوریږم.”
دا یوازې نوګل نه ده چې د ښځینه ډاکټرې د نشتوالي له کبله دردیدلې او کړیدلې ده؛ د دوی د کلي ځینې نورې میرمنې هم دغسې ترخې تجربې لري.
د خمزرګر د ده دانا خیل خمزرگر کلي اوسیدونکې فاطمه کریمي هم داسې درد ګاللی چې پر اعصابو یې ورته ناوړه اغیزه کړې او له پریشانیو سره مخ ده. دغه ۲۷ کلنه میرمن وايي چې د دیګ بخار د چاودنې له امله ټپي شوې وه؛ خو خاوند یې د ښځینه ډاکټرې د نشتوالي له کبله کلینیک ته د تللو اجازه ور نکړه. له مجبوریته یې له کورنیو درملو کار واخیسته او د مخ ښکلا یې له لاسه ورکړه. فاطمه وايي چې د خپل مخ په لیدلو ځوریږي او له اندیښنو سره مخ ده. هغه زیاتوي: “اوس د رواني ډاکټر تر درملنې لاندې یم.”
د کوهستان د حصه اول ولسوالۍ د چهار آسیاب کلي اوسیدونکې میرمن قدسیه محمدي، په دې اړه یو بله ویرجنه کیسه لري. دغه ۴۸ کلنه میرمن وايي: “نږور مې له څلورو کلونو وروسته امیندواره وه. ډیر خوشحاله وو. یوه ورځ یې له سخت درده شکایت درلود. زه مې له نږور او زوی سره کلینیک ته لاړم. موږ ته یې وویل چې ښځینه ډاکټره نشته او نارینه ډاکټر ته لاړ شئ. زوی مې اجازه رانکړه او بیرته کورته راغلو. یوه ورځ وروسته یې بیا حالت خراب شو او ولایتي شفاخانې ته لاړو چې هلته یې موږ ته ډير بد خبر راکړ؛ راته یې وویل چې غبرګوني ماشومان وو او له منځه تللي دي.”
د خمزرګر او شاوخوا کلیو اوسیدونکيو د ښځینه ډاکټرې د نشتون له کبله سخت دردونه او کړاوونه ګاللي ول چې بالاخره خلک د دې ستونزې د اساسي حل لپاره لاس په کار شول.
له هر چا مخکې لومړی د ۱۴۰۱ کال په ثور کې د خمزرګر د موري کلي اوسیدونکي شجاع الدین کوهستاني لخوا، چې د کیلینک سیمییز څارونکي و، عدالت غوښتنه پیل شوه. د دې څارونکي په همکارۍ د ولسي شورا غړو د کلینیک له آمر سره ناسته وکړه او بیا یې دغه موضوع د کاپیسا د عامې روغتیا له ریاست سره شریکه کړه.
په دغه کلینیک کې د ښځینه ډاکټرې په بست کې د شناخت او وساطې له مخې یوه نارینه ډاکټر کار کاوه. خلک په جدي توګه د ښځینه ډاکټرې د مقرریدو غوښتوونکي شول. دغه موضوع د ولسوالۍ له کلینیک او د کاپیسا د عامې روغتیا له ریاست سره شریکه شوه. بالاخره د ولسي شورا د غړو د عدالت غوښتنې او د کلینیک د آمر ډاکټر فواد مشتاق او اداري مدیر صدیق الله په همکارۍ، یو کال وروسته ۲۱/ ۹/ ۱۴۰۲ د ښځینه ډاکټرې بست ازادې سیالۍ ته وړاندې شو چې نسايي – ولادې متخصصه پروانه فیضي، د دغه بست ګټوونکې او مقرره شوه.
د دغې ډاکټرې په ګمارل کیدو کلینیک ته د ښځینه ناروغانو ورتګ زیات شو. اوس میرمنې په اسانۍ هغې ته مراجعه کوي او خپلې روغتیايي ستونزې ور سره شریکوي.
د کاپیسا د حصه اول ولسوالۍ کلینیک په ۱۳۸۳ کال کې د عامې روغتیا وزارت لخوا تاسیس شوی دی.
دغه کلینیک د ښځینه ډاکټرې له نشتون سره مخ و او د هغې په ځای نرسانو او قابله ګانو کار کاوه چې د ناروغانو درملنه یې له توانه پورته وه.
له همدې کبله هغو میرمنو چې شدیدې ناروغۍ او روغتیايي ستونزې به یې لرلې، کلینیک ته نه تللې. دوی اړې وې چې یا په خپلو کورونو کې دردونه وګالي او یا ولایتي شفاخانې ته لاړې شي چې د اوږده واټن له کبله په خپل وخت هلته نشوې رسیدلی. د حصه اول ولسوالۍ او د ولایت تر مرکزي روغتونه ۱۲ کیلومتره واټن دی .
د خمزرګر د کلي اوسیدونکې ۵۴ کلنه شازیه، مرکزي (ولایتي) روغتون ته د تګ په مهال له یوې ترخې پیښې سره مخ شوې وه. هغه وايي: “تیر کال مې له نږور سره د خپلې ولسوالۍ کلینیک ته لاړم. کله چې مې ولیدل ښځینه ډاکټره نشته، نو ولایتي روغتون ته روان شوو. له بده مرغه چې د روغتون ولادي څانګې ته له رسیدو مخکې مې لمسی ضایع شوی و.”
شازیه وايي چې د ښځینه ډاکټرې په ګمارنې ټول خلک، په ځانګړې توګه میرمنې، خوشحاله دي او له ډېرو کړاوونو او ستونزو یې خلاصون موندلی دی.
د یاد شوي کلینیک اداري مدیر صدیق الله هم تاییدوي چې پخوا د ښځینه ډاکټرې د نشتون له کبله، کلینیک ته د ناروغو میرمنو راتګ کم و او اوس زیات شوی دی. د نوموړي په وینا اوس ښځې کولای شي چې په بشپړ ډاډ خپلې ستونزې له نسايي – ولادې متخصصې ډاکټرې پروانه فیضي سره شریکې کړي.