د ښوونکو، زده کوونکو او سیمه ییزو څارونکو په مرسته په پروان کې د حضرت نعمان د ښوونځي رنګمالي.

20 عقرب 1395
د ښوونکو، زده کوونکو او سیمه ییزو څارونکو په مرسته په پروان کې د حضرت نعمان د ښوونځي رنګمالي.

حضرت نعمان (رح) لېسه په پروان کې د لومړني ښوونځي په توګه په ۱۳۰۰م لېږدیز لمرین کال کې جوړه شوې ده. یاد ښوونځي پر بېلابېلو اړتیاوو سربېره، ډېره موده جدي رنګمالۍ او ودانیزو رغونو ته اړتیا لرله. او ویل کیږي چې دا موضوع له دې مخکې د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره مطرح شوې وه او اجرا یې همدغه ریاست ته سپارل شوې وه. خو دغه ریاست د بودیجې د نه شتون له امله دا کار ونه کړ.

له حضرت نعمان لېسې څخه د ټولنیز (ولسي) څار پروګرام په ۲۰۱۵ کال کې د یو ولسي څارونکي احمد جواد صدیقي په شتون کې پیل شو. د څار د پروګرام له هماغه پیله سیمه ییزو څارونکو پراخ فعالیت وکړ، ترڅو له یوه لوري ستونزې په ګوته کړي او له بلې خوا د دغو ستونزو د حل لپاره سیمه ییزې سرچینې بسیج کړي. د حضرت نعمان د لېسې یوه جدي اړتیا چې دوې میاشتې مخکې په ګوته شوه د دغه ښوونځي د ودانۍ رنګمالي وه.

په همدې موخه سیمه ییزو څارونکو د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د کارکوونکو په مرسته د ښوونځي له اداري شورا سره غونډې جوړې کړې. د دغو غونډو په لړ کې د ښوونځي مدېر د ښوونځي د ودانۍ د رنګولو موضوع مطرح کړه او له ګډونوالو یې مالي مرسته وغوښته، چې څو تنو د مرستې ژمنه وکړه، خو په پای کې دغه کسان په خپله ژمنه ونه درېدل. د ښوونځي د شورا په بله غونډه کې د لېسې مدېر دا موضوع یو ځل بیا یاده کړه او دوو تنو په عملي ډول خپلې مرستې وسپارلې، چې البته بس نه وې. له هغه وروسته د ښوونځي د مدېر او سیمه ییز څارونکي په نوښت له یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو سره ګډه غونډه وشوه او یاده موضوع له هغوی سره هم مطرح شوه. په لومړي سر کې زده کوونکي په داوطلب ډول حاضر شول، چې د خپل مالي توان له مخې یو شمېر پیسې راټولې کړي. وروسته ورسره ښوونکي هم یو ځای شول او په پای کې ۳۰۰۰۰ افغانۍ راټولې شوې. که څه هم چې دا شمېر پيسې د ښوونځي د ودانۍ د رنګولو لپاره بس نه وې، ځکه د دغه ښوونځي د رنګمالۍ د لګښت کچه شاوخوا دوه نیم لکه افغانۍ تخمین شوې وه، خو تر یوې کچې یې وکولای شوای د ښوونځي اړتیا پوره کړي او د ښوونځي د رنګولو چارې په عملي توګه پیل شوې.

د حضرت نعمان ښوونځی دوې ودانۍ، ۲۴ درسي خونې او دوه سپورتي لوی لوبغالي لري او د ښوونکو شمېر یې ۶۶ ته رسيږي، چې ۵۶ یې نارینه او ۱۰ تنه نورې یې ښځې دي او د دغه ښوونځي د زده کوونکو شمېر ۲۱۵۰ ته رسیږي، چې ۲۰۱۶ یې هلکان او پاتې ۱۱۴ یې نجونې دي.