د ښوونځیو د داخلي ستونزو د له‌ منځه وړلو لپاره د اولس يو ځاى والى: د هرات ولایت د بابا حاجي ښوونځي ستونزې حل شوې

4 دلو 1395
د ښوونځیو د داخلي ستونزو د له‌ منځه وړلو لپاره  د  اولس  يو ځاى والى: د هرات ولایت د بابا حاجي ښوونځي ستونزې حل شوې

له ښوونځیو څخه دا ولسي څار سیمهییز څارونکی سید نوید راعي – هرات ولایت

د باباحاجي د هلکانو او نجونو ښوونځي له لویې فضا، خو په ډېرو لږو امکاناتو سره،  د شاوخوا ۳۰۰۰ نارینه او ښځینه زده‌کوونکو لپاره خدمتونه وړاندې کول. دغه ښوونځي د ۱۵ درسي خونو په لرلو سره، د درسي خونو پر لږوالي سربېره، د ښوونځي په انګړ(صحن) کې له نورو ستونزو سره هم مخ و. دغه ستونزې، د ټولنیزو کارکوونکو او سیمه‌ییزو څارونکو د ګډ څار له امله په ګوته شوې.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان سیمه‌ییز څارونکي، له یو شمېر ټولنیزو کارکوونکو او د ښوونځي له مدېر سره یو ځای له پوهنې ریاست، اولسي شورا او د سیمې له خلکو څخه د مناسبې فضا او درسي خونو جوړولو، د څښلو پاکو اوبو او د زده‌کوونکو لپاره د سپورتي ځمکې برابرولو لپاره مرسته وغوښته .  د اولس د يو ځاى کولو او د غونډې جوړولو په برخه کې، د روڼتیا څار سازمان سیمه‌ییز څارونکي حاجي صاحب خدابخش او د ښوونځي مدير ډېره هڅه وکړه، ترڅو خلک د ښوونځي په جوړولو کې ونډه واخلي.

د اولس يو ځاى والي(  تشکل )په غونډه کې، د باباحاجي ښوونځي د ستونزو د حل لپاره، د ټولو له خوا ډېر وړاندیزونه وشول او په دې ډول، د دغه ښوونځي د بیا رغاونې لپاره، د خلکو د لېوالتیا په کچه کې هم ډېروالی راغی. په پاى کې، دغه ټولې هڅې په ښوونځي کې د پام وړ بدلونونو سبب شوې.

د ښوونځي انګړ، د ۶۰۰ ميتر مربع په اندازه او د ښوونځي د ننه کانکرېټي نښې، لکه کتاب او د سپورت انځوروونکې نقاشۍ، د سیمې د شورا او خیرخواه خلکو له خوا جوړې شوې او سپورتي لوبغالی هم،  د ۹۶۰۰۰ افغانیو په لګښت سره،  د سیمې د خلکو او د ښوونځي د شورا له خوا ورغول شو.

نور فعالیتونه هم ، لکه : د ښوونځي د ديوالونو رنګول، د ګلانو د ۲۰ باغچو جوړول، د ښوونځي د برېښنا بیا تړل، د ۳۵۰۰۰ افغانیو په بیه د امپلي فایر دستګاه اخیستل ، هغه څه دي، چې د دغه ښوونځي د حالت د ښه والي لپاره،  د خلکو له خوا ترسره شول.

د خلکو دا ډول ونډه اخیستنه او ګډون، د دې سبب شو، چې د آدینه په نوم نادولتي بنسټ هم، له دغه ښوونځي سره د مرستې اقدام وکړي. دغه بنسټ ،د زده‌کوونکو د ستونزو د لرې کېدو لپاره، د شپږو درسي خونو د جوړولو چارې په غاړه واخیستې، چې دا مهال یې د جوړولو چارې روانې دي.

د تېر په پرتله، د ښوونځي حالت ، اوس د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره،  ډېر د قناعت وړدی. زده‌کوونکي په پوره لېوالتیا سره په درس بوخت دي. د ښوونځي د ستونزو د حل لپاره دغه ګډون، له بلې خوا هغوی د څارنې په اړه له خپل حق څخه خبر کړي او د ټولنیزو کارونو کولو ته یې هڅوي. له کیفي اړخه هم، له ښوونځیو څخه د څار پروګرام په دغه ښوونځي کې بدلونونه راوړي او دا مهال د زده‌کوونکو  پلرونه او ميندې،  هره میاشت ښوونځي ته راځي او د خپلو بچيانو له روغتیا اوحالت  څخه  ځان خبروي او ډاډمنوي. دا چې خلک د ښوونځي په بیا رغاونه کې ښکېل وو، دا مهال، هلته د ښوونځي له حالت  څخه ،غیر مستقیم څار هم  واکمن دی.