د څلور بیسوې ځمکې ورکړې د پوهاند عبدالرازق د لومړني ښوونځي ستونزه حل کړه

9 حمل 1395
د څلور بیسوې ځمکې ورکړې د پوهاند عبدالرازق د لومړني ښوونځي ستونزه حل کړه

لیکنه علی احمد مشعل افروز په کاپیسا ولایت کی د افغانستان روڼتیا څار همغږی کونکی د پوهاند عبدالرازق لومړنی ښوونځي یو له هغو ښوونځیو څخه دی، چې نه یوازې د نیکو خلکو او ولسي شورا په همکارۍ او نوښت جوړ، بلکې د بشپړېدو پړاوونه هم پوره کوي. د دغه ښوونځي له جوړېدو مخکې، د دغې سیمې علم دوسته خلکو او په ځانګړي ډول پوهاند عبدالرازق خان د ښوونځي د ودانۍ لپاره د 16 بیسوو په پراخوالي ځمکه ورکړه او د برک مووسسې له خوا پرې یو شپږ ټولګیزه ودانۍ جوړه او ښوونځي ته وسپارل شوه. دغې ودانۍ ډېر زیات مساحت نیولی زده کوونکو د تفرېح د ښوونځي شورا او سیمه ییزو څارونکو د دغې ستونزې د حل لپاره ناسته وکړه له بحث او سلامشورو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې له عالم او نیک شخصیت پوهاند عبدالرازق خان سره خبرې وکړي، دغه ستونزه ورسره شریکه کړي او له هغه وغواړي چې له خپل شخصي ملکیت څخه یوه اندازه ځمکه ښوونځي ته ورکړي. د دغې پرېکړې د عملي کېدو په پایله کې پوهاند صاحب بیا هم د 4 بیسوې په مساحت خپله ځمکه ښوونځي ته وسپارله او د دغه ښوونځي د زده کوونکو د تفرېح ځای د نه شتون ستونزه یې ورحل کړه. له ښوونځیو ټولنیزه څارنه CBM-S پروګرام د ۲۰۱۴ کال په جولای میاشت کې ددې لپاره پیل شو، چې د حکومتي ادارو او سیمه ییزوخلکو ترمنځ همغږي رامنځ ته ، روڼتیا او حساب ورکونه زیاته، د خلکو د څارنې په مټ د زده کړو کیفیت لوړاو د اطلاعاتو د شریکولو د همکارۍ له لارې په دغه برخه کې د شته ستونزو حل راپیدا شي.ددغه پروګرام موخه داده، چې چارواکي لاډیرې حساب ورکونې ته تیار او خلک وهڅول شي،چې د ښوونې او روزنې له سکټور سره همکاري زیاته او په سیمه ییزه او ملي کچه د پالیسیو په بدلون کې دخلکو اړتیا ته پام وشي