د ولسي څارونکو نوښت او تعقیب: په هرات کې د یوه ښوونځي سترې ستونزې حل کړې

31 حمل 1395
د ولسي څارونکو نوښت او تعقیب: په هرات کې د یوه ښوونځي سترې ستونزې حل کړې

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې نوین علیا لېسه، یوازې یوه څلور دېوالي وه، چې پکې دروازه، مېز او څوکۍ نه وې او د دغې لېسې د یوازې یوه ټولګي زده کوونکو مېز او څوکیو ته لاسرسی درلود. په ښوونځي کې کتابتون نه و او همدا راز، په ښکاره د ښوونځي ودانۍ هم ډېره زیاته زړه شوې او بېړنۍ بیارغاونې ته یې اړتیا درلوده. دغو ستونزو په ماشومانو ناوړه اغېزه کړې وه او عملا یې په زده کوونکو د درس ویلو لپاره هر ډول مینه او لېوالتیا له منځه وړې وه.

دغه ستونزې، د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د ټولنیزو کارکوونکو، سیمه ییزو څارونکو د څارنې او د نوین علیا ښوونځي د مدېر په مرسته په ګوته کړای شوې. هغوی د ستونزې د حل لپاره ډېرې غونډې وکړې، د سیمې د مشرانو او د ښوونځي د مسوولانو په ګډون یې، د پوهنې ریاست له چارواکو سره ولیدل او دغه ستونزې یې ورسره مطرح کړې. خو د پوهنې ریاست یوازې یو ځواب درلود، چې موږ بودیجه نه لرو.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان سیمه ییز څارونکي عمدالمبین احمدي د ښوونځي له مدېریت او د روڼتیا څار سازمان له ټولنیز کارکوونکي سره په ګډه، د ډبلیو اېف پي او چیز وي په ګډون له یو شمېر دفترونو سره د همغږۍ غونډې وکړې. په پای کې په هغو پیسو چې د کلي د شورا په صندوق کې وې، دوې فلزي دروازې واخیستل شوې او یوه بله دروازه د ۱۹۰۰۰ افغانیو په ارزښت چمتو شوه او د کلي د خلکو په مرسته دروازې ترمیم شوې. د چيز وی موسسې هم د ښوونځي د ودانۍ د رنګولو لګښت ومانه او ۱۱۰ مېزونه او څوکۍ یې دغه ښوونځي ته ورکړلې، چې له دغه اړخه د زده کوونکو اتیا سلنه ستونزه حل شوه او په ټولو درسي وختونو کې ۳۳۰ تنه زده کوونکي په څوکۍ د کېناستلو له نعمته برخمن شول. همدا راز دغې موسسې د کتابتونو لپاره د کتابونو څو دانې قفسې هم ورکړې، ترڅو زده کوونکي له کتاب لوستلو برخمن شي. په پای کې دوه ډېسک ټاپ کمپیتوټرونه او دوه مېزونه د ډبلیو اېف پي مووسسې د رییس عبدالقدیر عاصمي له خوا، له دغه ښوونځي سره مرسته وشوه.