د مولوي جلال الدین شهید د ښوونځي داحاطې ديوال به ډېر ژر بیا ورغول شي.

18 سنبله 1394
د مولوي جلال الدین شهید د ښوونځي داحاطې ديوال به ډېر ژر بیا ورغول شي.

د مولوي جلال الدین شهید ښوونځي د شورا لومړنۍ ناسته د ولسوالۍ د پراختیايي شورا د مشر، د ښوونځي د شورا او د سیمې د یو شمېر مشرانو په ګډون په منظم ډول د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شوه، چې د دغې غونډې په لړ کې د ښوونځي بنسټیزې ستونزې په ډاګه او د حل لپاره یې منظم کاري پلان جوړ شو.
د ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر، د ښوونځي د شورا یو شمېر غړو او یو شمېر مخورو د افغانستان د روڼتیا څار سازمان له ټولنیزو رضاکارانو سره یو ځای د کاپیسا ولایت د پوهنې له رییس سره وکتل. په دغه کتنه کې د ښوونځي په ننګونو خبرې وشوې او بنسټیزه ستونزه چې د ښوونځي د انګړ جوړول وو، په جدي ډول مطرح شوه.
د پوهنې رییس، غونډې ته BRAC موسسې استازی را وغوښت او له نوموړي سره یې د شورا او خلکو د غوښتنو په تړاو مالومات شریک کړل. برک موسسې د خلکو او د پوهنې د رییس غوښتنې ته په درناوي سره د ښوونځي د انګړ د بیا رغولو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې شورا به هم د کار له پیل څخه خبره کړي.
په کاپیسا ولایت کې د ښوونځیو د شوراګانو پرانیستلو او په دغو شوراګانو کې خلکو ته په ونډې ورکولو سره د ښوونځیو د ستونزو په ډاګه کولو او حل لپاره د افغانستان د روڼتیا څار سازمان له ښوونځیو څخه د خلکو د څارنې پروګرام جدي هڅې روانې دي. په دغه پروګرام کې په محمود راقي، لومړي کوهستان او دویم کوهستان ولسوالیو کې دېرش ښوونځي تر پوښښ لاندې نیول شوي دي. د پروګرام له پیل تر دا مهاله لومړنۍ څېړنې، ټولنیز بسیج، د سیمه ییزو څارونکو ټاکنه او د هغوی روزنه شوې ده.