د خلکو څارنه، په مجاهدین ښارګوټي کې د یوه روغتون په جوړولو کې د بې کیفیته توکو د کارېدو د مخنیوي لامل شوه

18 سنبله 1394
د خلکو څارنه، په مجاهدین ښارګوټي کې د یوه روغتون په جوړولو کې د بې کیفیته توکو د کارېدو د مخنیوي لامل شوه

د هرات ښار د دوولسمې ناحیې په مجاهدین ښارګوټي کې د یوه روغتون د جوړولو مسؤول ساختماني شرکت، د بنسټ او حویلۍ د دېوال لپاره د بې کیفیته ډبرو، خښتو او جغل د کارولو اقدام کړی و. دغه ستونزې د سیمې د یوه داوطلب څارونکي ګروپ له خوا په نښه او د خلکو په مخ کې د پروژې له پلي کوونکي شرکت او انجنیرانو سره شریکه شو. د سیمې خلکو، د پروژې پلي کوونکې کمپنۍ ته قناعت ورکړ تر څو د بې کیفیته تیږو، خښتو او جغل له کارولو ډډه وکړي او هماغه وو چې شرکت خپل توکي بدل او له هغه وروسته یې د باکیفیته توکو کارول پیل کړل.
کله چې سیمه ییز څارونکي د پروژې په پلي کېدو کې ستونزې ته متوجه شول او وتوانېدل بې کیفیته رغنیز توکي پرې بدل کړي، دغه بریالۍ کیسه یې د سیمه ییزو څارونکو له نورو غړو سره هم شریکه کړه. دغه چاره لامل شوه، چې د سیمې ډېر شمېر خلک، په داوطلب ډول د خپلو سیمو د پروژو څارنې ته لېواله کړي.
دا چې له مجاهدین ښارګوټي څخه ښار ته ۸ کیلو متره لاره وه او اوسېدونکو یې مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي نه درلود له دی امله له ستونزو سره مخ وو، د سیمې خلکو په ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه کې د ۹۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د یو روغتون جوړولو ته د ځمکې په ورکولو سلا وکړه. هلال احمر ټولنې د دغه روغتون د جوړلو لپاره 102640 ډالر مرسته وکړه.
د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د سیمه ییزو څارونکو په همکارۍ په منظم ډول د مجاهدین ښارګوټي د روغتون پروژه څاري، ترڅو د پروژې په جریان کې د فساد مخه ونیسي او د سیمې د خلکو پیسی وسپموی. د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د سیمې د خلکو د یو ځای کولو له لارې په سیمه ییزه کچه د پروګرامونو په څارنې سره، د ټولنیزې حساب ورکونې په لوړتیا کې مرسته کوي.