د افغانستان د روڼتیا څار سازمان سیمه‌ییزو څارونکو، په بلخ ولایت کې، په یوه ښوونځي کې، د بې کیفیته خښتو له کارولوڅخه مخنیوی وکړ

19 دلو 1395
د افغانستان د روڼتیا څار سازمان  سیمه‌ییزو څارونکو، په بلخ ولایت کې، په یوه ښوونځي کې، د بې کیفیته خښتو له کارولوڅخه مخنیوی وکړ

د بلخ ولایت – له ودانیزو پروژو څخه د څار ټولنیز پروګرام

د غازي امان الله د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه او نوې ودانۍ ته یې اړتیا لرله. په همدې موخه، د دغه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو په خاطر، د جرمني یو نادولتي سازمان وسف  (VUSAF)516300 امریکايي ډالره، چې (34230690 افغانۍ کېږي) ورکړې او د دغې پروژې کار، د 2016 زېږدیز کال تر پایه  پورې بشپړ شو.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان سیمه‌ییز څارونکي، د دغه ښوونځي د جوړېدو پر مهال، د  پلي کوونکي ودانیز شرکت له خوا د بې کیفیته خښتو کارولو ته متوجه شول او له تثبیت وروسته یې، شرکت د دغو خښتو له کارولو منع کړ او دا موضوع یې د افغانستان روڼتیا څار سازمان له مسوولانو سره شریکه کړه.که څه هم ، له دې وړاندې یې، له ودانیز شرکت سره په دې اړه خبرې کړې وې.

په بلخ ولایت کې، د افغانستان د روڼتیا څار سازمان د ودانیزو پروژو د څار ولایتي مسوولانو، د سیمه‌ییزو څارونکو په مرسته، وروسته له هغه چې د بې کیفیته خښتو موضوع او د خلکو غوښتنې له یاد شرکت سره شریکې کړې، دغه شرکت هم مکلف شو، چې بې کیفیته خښتې مستردې او پر ځای یې باکیفیته توکي وکاروي.

د بې کیفیته خښتو د ستونزې پر حل سربېره، زموږ سیمه‌ییز څارونکي کانکرېټي ستنو (پایو) ته د اوبو ورکولو او د ودانۍ د قالب بندۍ په برخه کې د یاد شرکت یو شمېر لټیو ته متوجه شول او له دغه شرکت سره تر شریکولو وروسته، یادې ستونزې حل شوې.

غازي امان الله عالي ښوونځی، د مزار شریف ښار په عدالت کارته سیمه کې موقعیت لري، چې شاوخوا 3100 تنه زده‌کوونکي په کې په زده‌کړو بوخت دي. دغه ښوونځی، له پخوا په یوه زړه ودانۍ کې و، چې د نوې 24 اطاقه ودانۍ په جوړېدلو سره يې، د زده‌کوونکو او ښوونکو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو.