د آلتی خواجه کلي اوسیدونکیو خپل ښوونځي ته درسي خونې جوړې کړي

1 سنبله 1403
د آلتی خواجه کلي اوسیدونکیو خپل ښوونځي ته درسي خونې جوړې کړي

 

لیکونکی: آسیه اسیر، د جوزجان ولایت

۱۹/لیندۍ/۱۴۰۲

د جوزجان د آلتی خواجه کلي ښوونځي ته، وروسته له هغې دوه درسي خونې او یو کتابون جوړ شو چې د ټولنیز څار له لارې دغه ستونزه په ګوته شوه او خلک یې هواري ته وهڅول شول. په دې کار سره د درسي خونو د کمښت ستونزه تر یوې کچې حل شوه.

د آلتی خواجه ښوونځی په ۱۳۴۵ لمریز کال کې، د ابتدایې په بڼه د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اړوند په آلتی خواجه کلي کې تاسیس شوی و. دغې ابتدایې د وخت له غوښتنو سره سم، په کال ۱۳۸۲ کې لیسې ته ارتقا‌‌ء وکړه. دا لیسه د درسي کتابونو، میزونو، څوکیو او درسي خونو له کمښت سره مخ وه. ګڼو زدکوونکيو د درسي خونو د نشتوالي له کبله، په سړه او توده هوا کې تر خیمو لاندې په ډېر کړاو، درسونه ویل.

د آلتی خواجه ښوونځي د دولسم ټولګي زدکوونکی سنجر بشردوست وايي چې د درسي خونو د نشتوالي له کبله یې ګڼ کړاوونه ګاللي دي. هغه زیاتوي: “په ابتدایه دوره کې مو تر خیمې لاندې سبق وایه، اوړي کې به هوا دومره توده شوه چې ځینې زدکوونکي به ناروغه شول. زه هم څو ځلې ناروغ شوی وم. حتا، د ډېرې ګرمۍ له کبله مې غوښتل ښوونځی پریږدم. له نیکمرغه چې دغه سختې ورځې تیرې شوې. نوې درسي خونې جوړې او دغه ستونزه هواره شوه.”

د آلتی خواجه لیسه چې د ۵۵۰ زدکوونکیو لرونکې ده، په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولنیز څار لاندې راغله. ټولنیز څار د افغانستان د روڼتیاڅار، له پروګرامونو څخه دی چې موخه یې د پوهنې ملاتړ لپاره د خلکو هڅول دي. له ښوونځیو څخه د ټولنیز نظارت (CBM-S) پروګرام، د ۲۰۱۴ کال په جولای کې پیل شوی دی. له دې څخه موخه د خلکو او د پوهنې دولتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول، د مسوولینو د ځواب ویلو او د روڼتیا کچې لوړول، د ټولنیز څار له لارې د پوهنې په برخه کې د خذمتونو د کیفیت لوړول، د اطلاعاتو شریکول او په ګډه ستونزو ته حل لارې موندل دي.

د ټولنیز څار د همدې پروګرام له لارې په ‎۱۴۰۱ کال کې، بابر رحمانیار د خلکو لخوا د آلتی خواجه ښوونځي لپاره رضاکار ټولنیزڅارونکی وټاکل شو. رحمانیار چې د آلتی خواجه کلي اوسیدونکی دی او د همدې ښوونځي له فارغانو څخه دی؛ د خپل ښوونځي ستونزې ورته ښې معلومې وې.

رحمانیار وايي چې د ټولنیز څارونکي په توګه له ټاکل کیدو وروسته یې، په یوه میاشت کې څلور ځلې له آلتی خواجه ښوونځي ځنې څارنه وکړه او د اغیزمن څار لپاره یې د ښوونځي له فعالو زدکوونکیو څخه د امانتولۍ په نوم، یوه لسیز کسیزه کمیټه جوړه کړه او په ګډه یې د ښوونځي د ستونزو په ګوته کولو لپاره کار پیل کړ. هغه د  ۱۰/ ۳/ ۱۴۰۱ نیټه، معلومه کړه چې ښوونځی د ځینو ټولګیو له تخریب، د کتابونو، میزونو، څوکیو او تختو له کمښت سره مخ دی او دغه ټولې نیمګړتیاوې یې نوټ کړې.

رحمانیار وايي: “د دې لیسې زدکوونکي د خپلو ټولګیو له زیانمنیدو څخه سخت په ویره کې ول. د درسي خونو د نشتوالي له کبله یې په سختو شرایطو کې تر خیمو لاندې سبقونه ویل. موږ دا ټولې ستونزې نوټ کړې او لومړی مو د ښوونځي په اداري ناسته کې او بیا مو د آلتی خواجه کلي له خلکو سره په یوه ګډه ناسته کې شریکې کړې او له هغوی مو د همکاریو غوښتنه وکړه.”

رحمانیار د خلکو له همکاریو خوشحاله دی؛ خو له پوهنې ریاسته شکایت لري. هغه زیاتوي: “زموږ خلک روڼ آندي دي. د ستونزو په هواري کې راسره یو لاس ول او تل یې هڅولم. زموږ ستونزه د پوهنې ریاست له خوا، نه همکاري وه. ښوونځی مو د بریښنا له نشتون سره مخ دی او تر اوسه یې دا ستونزه راته نه ده هواره کړې.”

د ځايي خلکو له شورا سره له پرلپسې ناستو وروسته، رحمانیار وکولای شول چې د هغوی همکاري ترلاسه کړي. خلکو د دوه درسي خونو او یوې تحویلخانې جوړولو لپاره پیسې ورکړې او ځینو پرته له مزد اخیستلو کار وکړ او دغه ستونزه یې حل کړه.

د درسي خونو د ستونزو له حلولو سربیره، خلک د کتابونو د پوره کولو لپاره هم لاس په کار شول. د کتابونو ټولولو لپاره یې کمپاین پیل کړ چې له دې لارې تر یوې کچې دغه ستونزه هواره شوه؛ خو د بریښنا د نشتون ستونزه لا په خپل ځای پاتې ده. د شبرغان اوسېدونکي هڅه کوي چې دغه ستونزی د دوامداره عدالت غوښتنی له لارې حل کړي.