په پروان ولایت کې د سعدالله د هلکانو لیسه، له دیرش کلونو وروسته چاردیوالي شوه

26 سرطان 1396
په پروان ولایت کې د سعدالله د هلکانو لیسه، له دیرش کلونو وروسته چاردیوالي شوه

د سعدالله د هلکانو لیسه، د پروان ولایت د چاریکاروښار په ۷کیلومتری کې جوړه شوې ده. دغه ښوونځي، د جوړېدو له وخت نه تر اوسه پورې، له دېرشو نه دزیاتوکلونو په تېرېدو سره، چاردیوالي نه لرله.د سعدالله د هلکانو لیسه، په ۱۹۸۶ کال کې، په پیل کې، د لومړني ښوونځی به بڼه جوړ شو، له ډېرولوړو او ژورو نه وروسته، په ۱۳۸۵ کال کې، لیسې ته لوړه شوه. دغه ښوونځی ۸ درسي خونېلري او ۷۸۰ زده کوونکي په کې، په زده کړه بوختدي.

د څلور دیوالي نشتوالی، د ډېرو ستونزو سبب شوی و، لکه امنیتي خطرونه، په درسي ساعتونوکې مزاحمت او د څارویو له خوا د شنوبوټو اوشنیلیوخرابی او ویجاړتیا. که څه هم دا ښوونځی، د درسي ټولګیوله کمښت او نورو ډېرو ستونزو سرهمخامخ وو، مګر د چاردیوالي نشتوالی، له ټولو نهډېره مهمه ستونزه وه، چې له هر څه نه مخکې، باید د هغې حل شوي وای. د ۲۰۱۴ م. کال په پایکې، د پروان په ولایت کې د ښوونځي د ټولنیزڅارپه پیل کې، سیمه ییزو څارونکو، د دغه ښوونځي ستره ستونزه، د چاردیوالي نشتوالی په ګوته کړ. دا چې د ښوونځي د څلوردیوالی لګښت، د سیمې د خلکو او د ښوونځي ادارې له وس نه لوړه خبره وه، د ښوونځي ادارې او د سیمې خلکو څو ځلې دپوهنې ریاست ته، د چاردیوالي د نه لرلو د ستونزې په اړه رپوټ ورکړ، مګر د پوهنې ریاست د بودیجې دنه لرلو له امله و نه شوکولی، د دغې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

 په دې منځ کې سیمه ییز څارونکي ملک محمد کریم، د دغه ښوونځي د څلوردیوالی لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، هغه پر دې سر بېره چې یو سیمه ییزڅارونکی و، د کلي ملک هم و، له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. د نړیوالې ټولنې استازی، له سیمه ییز څارونکي سره یو ځای، د ښوونځي مدیر ته ورغلل او د ټولو ستونزو له څېړلو وروسته یې ژمنه وکړه، چې د ښوونځي دچاردیوالي په برخه کې مرسته کوی. له یوې اونېو روسته، دغو ټولنو د ښوونځي له مدیر سره اړیکې ټینګې کړې او قراردادی شرکت یې ور وپېژاند، چې د ښوونځي انګړ شاوخوا په فلزي پنجرې سره، چاردیوالي کړي. د دغه شرکت انجنیر، د ښوونځي شاوخوا اندازه کړه او د خپلو متخصصانو یوه ډله یې، هلته ور واستوله او په یوه اونۍ کې یې، د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۳ متره جګوالي سره، فلزي جالۍ او پنجرې ولګولې اوچاردیوالي یې ترې جوړه کړه. ددغه کار لګښت، له۷۴۰۰ ډالر نه زیات شو او د مرسته کوونکې ټولنې له خوا ورکړ شو.

 د دغې چاردیوالي په جوړېدو سره، د ښوونځي مدیراو زده کوونکو د خوشحالي احساس وکړ او د هغو په وینا، هغوی اوس کولای شي، له هر ډول وسواس اومزاحمت نه پرته، خپل درسونه ولولي.