سيمه ييز څارونکي، د يوه ښوونځي ودانۍ د غير معياري برخې د ورانکارۍ او بيا جوړونې سبب شول

11 ثور 1396
سيمه ييز څارونکي، د يوه ښوونځي ودانۍ د غير معياري برخې د ورانکارۍ او بيا جوړونې سبب شول

د افغانستان روڼتيا څار،د ننګرهار ولايتي مسؤول محمدحنيف هاشمي

د ننګرهار ولايت د ښيوې ولسوالي د ((شګې)) د هلکانو لېسه، د شګې په کلي کې ،د زياتو زده کوونکو د شته والي  له امله، د ودانۍ اودرسي ټولګيو له کمښت سره مخامخ وه. که څه هم، دغه ښوونځي يوه ودانۍ لرله،مګر يواځې پنځه ټولګي، له ١٦٠٠ نه د زياتو زده کوونکو لپاره ډېر لږ وو. کم صنفونه د دې سبب شوي وو، چې زده کوونکي، په باراني او توپاني ورځو کې، ښوونځي ته را نه شي او ډېرې تودې لمرينې ورځې، د ونو د ډېر لږ سيوري د لاندې تېرې کړي.

د دغې ستونزې د اواري لپاره، يو ه بله نوې ودانۍ، چې اته(٨) ټولګي لري، د دغه ښوونځي لپاره په پام کې ونيول شوه، چې بايد جوړه شي او د هغې پيسې هم، په لومړي سر کې،١٥٧ ،٥٤٣  امريکايي  ډالره، د دولت له انکشافي پروژې نه ورکړل شوې، چې د لګښتونو له  بشپړېدو وروسته،دغه شمېر پيسې١٩٦،٢٢٨ امريکايي ډالرو ته ورسېدې.

د دغه ښوونځي د جوړولوکار، له هماغه لومړي سر نه، سيمه ييزو څارونکو، د روڼتيا څار د ساحوي دفتر په مرستې سره، د نوې ودانۍ له ساختماني بهير نه څارنه کوله. په هغه لومړنۍ څارنه کې، چې له نوموړې ودانۍ تر سره شوه، د سيمې  د کتنې او مشاهدې پر بنسټ، سيمه ييز وڅارونکو، د بې کيفيته سيخ ګول د استعمالولو مخه ونيوله او نږدې يوه مياشت وروسته، له نوې پلټنې وروسته، سيمه ييز څارونکي  پر دې پوه شول، چې د دغې ودانۍ يوه ستن(پايه) کږه جوړه شوې ده، معياري نه ده او تقريباًً  درې نيم سانتي متره توپير لري، چې دغه ستونزه په راتلونکې کې د ودانۍ پايښت، له خطر سره مخامخ کوي. سيمه ييزو څارونکو دغه موضوع کشف کړه ، له ساحوي انجنير او د ساختماني شرکت له مسؤولينو سره يې په دې اړه خبرې وکړې. ساحوي انجنير او د ودانيز شرکت مسؤولين، په دې ستونزه وپوهېدل او د سيمه ييزو څارونکو وړانديز يې، په ورين تندي باندې ومانه. په پاى کې يې، دغه ستن(پايه) ونړوله او بله ستن(پايه) يې، په معياري بڼه باندې جوړه کړه.

د ((شګې)) د هلکانو منځني ښوونځي لېسه ، په ١٣٥٥ کال کې جوړ شوى، مګر د هغه اوسني ټولګي، لکه څنګه چې مخکې هم يادونه وشوه، له ١٦٠٠ نه د زياتو زده کوونکو غوښتنوته ځواب ويونکى نه دي، مګر د نوې ودانۍ په جوړېدو سره، د درسي صنفونود کمښت ستونزه حل کېږي او زده کوونکي، په معياري ټولګيو کې، د علم او پوهې له نعمت نه ګټه پور ته کړي.