د کاپيسا د څارنوالي فشار د دې سبب شو، چې په کاپيسا کې، د شهيد عبدالمبين د ښوونځي د ودانۍ پاتې کار پيل شي

11 ثور 1396
د کاپيسا د څارنوالي فشار د دې سبب شو، چې په کاپيسا کې، د شهيد عبدالمبين د  ښوونځي  د ودانۍ پاتې کار پيل شي

د شهيد عبدالمبين د هلکانو لېسه ( د کاپيسا ولايت مرکز) د محمدراقي له ښوونځيو نه ده او د دغه ولايت د پوهنې رياست په څنګ کې  موقعيت لري. د دغې لېسې تاريخي مخينه، ٦٥ کالونو ته رسېږي او دغه شاليد، په ټوله کې، په ښوونيزه او اداري برخه کې، د دغه ښوونځي د ودې او پرمختګ له سطحې سره هېڅ ډول تناسب نه لري. کله چې دغه  لومړنى ښوونځى جوړ شو، لومړى په کرايي کور کې و او له ١٢ کالو نه وروسته، د معارف  اړوند، يوه څلور ديوالي لرونکي ځاى ته ولېږدول شو. په دغه وخت کې د زده کوونکو شمېر، ٥٠% زياتوالى ښيي او په هېڅ ډول يې، د درسي خونو د کمښت ستونزې ته ځواب نه ويه.

په پاى کې، د ډېرو ستونزو له تېرولو وروسته، د دغې ودانۍ په څنګ کې د يوې بلې ودانۍ د جوړولو بودجه منظوره شوه .ګواکي د ((جمالزي)) شرکت، په يوه آزاده سيالۍ کې، د دغه ښوونځي د ودانۍ د پرمخ بېولو کار مسؤوليت  په غاړه واخيست. نومړي شرکت، نږدې ٥٠% سلنه کار بشپړ کړ او له کوم قناعت بخښونکي دليل پرته يې، دا د ځان لپاره ښه وبلله، چې د کار د دوام پر ځاى، خپله مخه وکړي او د پروژې کار په ١٣٩٠ کې ودرول شو. اوس د ښوونځي نيم کاره ښوونځى، په يوه داسې کنډواله باندې بدل شوى، چې د هېڅ ډول ګټې اخيستو وړ نه دى.

د عدالت لپاره،د ښوونځي د ادارې  او د سيمې د خلکو تيت او پرک هلو ځلو، د شرکت مالک د زوروروالي په سبب، کوم ځاى و نه نيو او په دې نږدې ورځو کې،د دغه شرکت يوه استازي، په هر دليل، چې له ځانه سره يې درلود، ښوونځي ته بېر ته راغى، چې کار پيل کړي. د ښوونځي شورا بېړنۍ غونډه وکړه او نوموړې غونډې ته يې، د دغه شرکت استازى هم راوغوښت او له هغه نه يې ليکلې ژمنه واخيسته، چې په ٢٠ ورځو کې به د ښوونځي ٥٠% سلنه کار بشپړوي. له دغې جلسې ٧ ورځې تېرې شوې او د کار د بيا پيل کېدو هېڅ  درک نه و. بيا هم د ښوونځي اداري شورا، يوه بله غونډه وکړه او د دې له تصويب وروسته، چې د شرکت استازى، بايد څارنوالي ته  ور وپېژندل شي، ټولو په ګډه سره د پوهنې له رئيس سره وکتل او د پوهنې له رياست نه يې، د استناف څارنوالي په نامه، د قراردادي استازي د عدلي څارنې  په اړوند مکتوب تر لاسه کړ او له ځنډ پرته يې، د ولايت د څارنوالي له رئيس سره هم وکتل. د دغو زيارونو او کوښښونو په پايله کې و، چې د ښوونځي کار بيا پيل شي او اوس ، د نوموړي ښوونځي د ودانۍ جوړولو کار دوام لري.