د ښوونځيو د ټولنيزې څارنې پروګرام، د ښوونځيو ستونزې در پېژني: د کاپيسا ولايت د عاشورخيلو ښوونځي څنډې، د خلکو له خوا غصب شوې دي

11 ثور 1396
د ښوونځيو د ټولنيزې څارنې پروګرام، د  ښوونځيو ستونزې در پېژني: د کاپيسا ولايت د عاشورخيلو ښوونځي  څنډې، د خلکو له خوا غصب شوې دي

د ښوونځيو د ټولنيزې څارنې پروګرام ــ کاپيسا

د کاپيسا ولايت په مرکز کې ، د عاشورخيلو د هلکانو منځنى ښوونځى، د هغو لسګونو ښوونځيو له جملې نه دى، چې د خلکو له خوا غصب  شوى دى. دغه ښوونځى، په دوه جريبه ځمه کې جوړ شوى دى او دښوونځي چارواکو، دوه جريبه نوره ځمکه، د ښوونځي له ځمکې سره يو ځاى اواره کړې ده، مګر د هغوى په وينا، د ٦٠مترو په اوږدوالي او د١٠متره په سور سره، د ښوونځي ځمکه، د خلکو له لوري غصب شوې ده.

د عاشورخيلو ښوونځى، په يوه لمنه کې جوړ شوى دى او دا لمنه، په واقعيت کې د دولت ملکيت دى، مګر خلک د دغې محوطې د غصب لپاره په مخ روان دي. د ښوونځي مسؤولين، کله چې په دغه موضوع پوه شول، له دوو کلونو را پديخوا يې، څو ځله، د ولايت د پوهنې رياست ته شکايت وکړ، مګر د هغو شکايت ته، چا غوږ و نه نيو او د پوهنې رياست هم، د دغه ځاى هېڅ ډول څارنه و نه کړه. د هغوى په وينا،دغه ښوونځى، د دغه ولايت د والي دفتر، په څو کيلومتري کې جوړ شوى دى، مګر څو ځله، د عدالت غوښتنې هڅې، ناکامې شوې دي او د ښوونځي اړونده ځمکې کې د ودانۍ کار په تيزي سره روان دى.

د ښوونځي د شاوخوا په غصب سربېره، شاوخوا د دېوال جوړول، درسي کتابونه او ټولګي او د څښاک اوبو نشتوالى هم ، د دغه ښوونځي د نورو ستونزو له جملې نه دي. د ښوونځي ودانۍ، نه ده رنګ شوې، لاس پرې مينځونى(دستشويي) يې په پرانستې فضا کې ده او ميزونه او چوکۍ يې هم، ډېر ناوړه حالت لري.

د کاپيسا ولايت په مرکز کې،د عاشورخيلو ښوونځي په څنګ کې، د شهيد مبين د نجونو ښوونځى جوړ شوى دى او د علي خيلو د نجونو لېسه ، د دغه ولايت له مرکز نه لرې جوړه شوې ده او هغه هم له ورته ستونزو سره مخامخ ده او د روڼتيا څار د کارکوونکو په نظر،  د پوهنې وزارت، بايد دغې موضوع ته کلکه پاملرنه وکړي.

د عاشورخيلو منځنى ښوونځى،  په ١٣٣٠ (١٩٥١)کال کې، د دولت له خوا جوړه شوى دى او په اوس وخت کې  ٨ټولګي او ٦٠٠ زده کوونکي لري.