د امانتولۍ ګردۍ مېز: ملي دسترخوان پروګرام کې د روڼتیا ارزونه

6 اسد 1400
د امانتولۍ ګردۍ مېز: ملي دسترخوان پروګرام کې د روڼتیا ارزونه

د ملي دسترخوان په تړاو لیکل شوی د پالیسۍ لنډیز موندنې د امانتولۍ ګردي میز له لارې اړونده دولتي ادارو سره شریکې شوې. دغه ګردۍ مېز د چنګاښ په ۲مه نېټه د یو آنلاین ویبنار له لارې ترسره شو.

په پیل کې د دغه څیړنې موندنې د ابراهیم خان له لوري د یو پریزینټېشن له لارې شریکې شوې. موندنې ښایي چې د دغې برنامې روڼتیا د ستونزو سره مخ ده. دغه پروګرام کې د خلکو ګډون کم او د شکایتونو میکانیزم اغیزمنتیا کمه وښودل شوه. دغه پالیسۍ لنډیز له دولت څخه وغوښتل چې په پروګرام کې موجود دغه ستونزو ته پاملرنه وکي او په حل کولو یې لاس پورې کړي تر څو خلک له دغه برنامې څخه په سم ډول برخمن شي.

په دغه بحث کې پوپل حبیبي د کلیو پراختیا وزرات د برنامو مرستیال، سید اکرام افضلي د روڼتیا څار اجرائیوي مشر، فاطمه کوهستاني د ولسې جرګې غړې، سهیل کاکړ د مالیې وزارت د څارنې، ارزونې او همغږۍ عمومي رییس، نجلا علي د ګرین هټ سازمان اجرائیویي رییسه د ویناوالو په توګه ګډون وکړ.

ښاغلي سید اکرام افضلي د خلکو ګډون او د دغې برنامې څخه د څارنې په اړه وویل چې: د خوراکي موادو دغه کڅوړې د خلکو لپاره خورا ډیر ارزښت لري ځکه چې ناامني او د کووید-۱۹ ناروغۍ له امله خلک د فقر او بیکارۍ سره مخ شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې ددغې برنامې په جوړولو کې  اړوندو بنسټونو سره مشوره نه ده شوې او د پلی کولو په پړاو کې یې پروګرام د روڼتیا اړوند ستونځو سره مخ ده، کوم چې خپله د دې لامل ګرځي چې غریب ولس له دغه مواد څخه برخمن نه شي.

ښاغلي حبیبي ټینګار وکړ چې ملي دسترخوان د خلکو لپاره جوړه شوې برنامه ده او د خلکو په ګډون سره پلی کیږي.  هغه زیاته کړه چې ؛؛ضرورت مند خلک د فقر د تحلیل څخه وروسته په دډاګه کیږي او هغوی ته خوراکي کڅوړې ورکول کیږي. له څلورو ډلو خلکو یعنی ۱) مالدار، ۲) متوسط، ۳)غریب، ۴) ډیر غریب،  څخه وروستۍ ۳ ډلې د ګټې اخیستوونکي په توګه ټاکل کیږي؛؛ ښاغلی حبیبي وویل چې ملي دسترخوان پروګرام د څارنې لپاره یو واضح میکانیزم لري چې د څارنې پروسه د پورته نه واخله تر ښکته پورې ټول مراحل پکې رانغاړل شوي دي.

فاطمه کوهستاني د پروګرام له لارې د مرستو پر وېش ټینګار وکړ او وویل چې “که څه هم د برنامې په پیل کې موږ د ملي دسترخوان پروګرام په اړه منفي دریځ درلود، خو تر دې دمه د برنامې د تطبیق څخه راضي یو. څرنګه چې ښکاري د کرونا او د امنیتي وضعیت او د وچکالۍ له امله خلکو ته ډیر زیان رسیدلی ، مهمه ده چې د دغې برنامې له لارې ضرورت منده کورنۍ باید په ډاګه شي او په لومړي  ګام کې هغو کورنیو ته مرستې وروسول شي چې ډیرې اغیزمنې شوي دي.”

سهیل کاکړ هم د دغې پروګرام د عملي کولو په اړه تینگار وکړ او وویل ؛؛ په روان مالي کال کې زمونږ کوښښ دا دی چې دغې برنامې ته اړینې مالي سرچینې په وخت ځانګړی کړو. د پیسو د لګښت څخه څارنه او د هغې د روڼتیا څخه ډاد د مالیې وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري؛؛ د شته خلاو سره سره د خلکو او مدني ټولنو او حکومت په شمول د برنامې څخه په ګډه څارنه هغه نور موضوعات وو چې ښاغلي  کاکړ ورته اشاره وکړه.

نعیم اصغري، د فیفا بنسټ رییس د پروګرام د روڼتیا او حساب ورکونې په اړه خپل وړاندیزونه همکارانو سره شریک کړل. ښاغلي اصغري د برنامې څخه په نیوکه وویل چې حکومت باید دغه راز ټولو برنامو کې د څارنې په برخه کې د خلکو او مدني ټولنو سره مشوره وکړي. هغه زیاته کړه چې د برنامې له پیل څخه  دولت باید د پروګرام پلان شریک کړی وو تر څو د حکومت او د مدني ټولنو تر منځ همکاري او همغږي لا هم پیاوړې شوې وه.

د بحث په پای کې ښاغلي افضلي وویل چې نني ویبنار کې د پالیسۍ لنډیز په اړه ابتدايي بحث وشو خو لا هم پوښتنې شته دي چې باید دولت هغې ته ځواب ووايي. هغه حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو او د مدني ټولنو پراخه ګډون په ملي دسترخوان پروګرام کې باید په نظر کې ونیول شي او مشورې باید کومې خاصې مدني تولنو پورې محدوده نه وي. مدني ټولنو د شکایتونو د میکانیزم څخه د ټولنیز تفتيش غوښتنه وکړه چې د ښاغلی حبیبي له لوري ومنل شوه.

ملي دسترخوان برنامه د ۵،۱ ملیونه کورنۍ چې د ۲ ډالرو څخه کم روزانه آمدن لري د پوښښ لاندې لري. دغه برنامه د دریو دولتي ادارو له لوري تطبیق کیګې : د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۶ ملیون ډالرو بودیجې سره  ۳.۸ ملیونه کورنۍ ، د سیمه ایزو آرګانونو خپلواکه اداره د ۵۶ ملیونه ډالرو بودیجې سره ۶۱۵ زره کورنۍ ، او کابل شاروالۍ د ۸۰ ملیونه بودیجې سره ۶۲۸ زره کورنۍ پوښښ لاندې لري.