عدالت غوښتنه

20 دلو 139

د افغانستان روڼتیا څار د عدالت غوښتنې برخه (یونټ) د یو داسي افغانستان د لیدو هیله لري چې په هغه کې دولت خلکو ته حساب ورکونکی او ځوابورکونکی وي. په برخلیک ټاکونکو مسایلو کې د خلکو د نظریاتو په لټه کې وي. یو داسې هیواد چې په هغه کې خلک د ادارو او دولت له کړنو نه خبر اووسي، د روڼتیا په تأمینولو او د قانون په پلي کولو رغنده ګډون ولري. د یو داسي هیواد په هیله چې په هغه کې خلک وکولای شي چې د هیواد هر ګوټ ته له کوم ډار او تهدید پرته سفر وکړي.

زموږ د عدالت غوښتنې اوسنۍ تمرکز د پوهنې او روغتیا سکتورونو او همدارنګه د مرستې اغیزمنتوب باندې دی.

د مالوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې شاوخوا پنځلس زره دولتي ښوونځي دي چې تر اته مليون ډېرو کوچنيانو ته په کې د تدريس چارې ترسره کېږي. په افغانستان کې د زده کړو کيفيت خورا ټيټ دی، ځکه چې فزیکي سرچينې لکه د ښوونځيو لپاره ودانۍ، ميزونه، چوکۍ، درسي کتابونه کم دي او د پوهنې سکتور د مسلکي تدريسي مديرانو او ښوونکو له کمښت سره مخ دی. په دې هکله خلک کولی شي په ښوونځيو کې د پوهنيز بهير د څارلو پرمټ حکومت سره د پوهنې د کيفيت په لوړولو کې مرسته وکړي.

زموږ د عدالت  غوښتنې واحد رول دا دی چې د حکومت، تمویلوونکو او نړیوالې ټولنې سره د ټولنیز څار د موندنو لپاره لابي وکړي. له ښوونځیو ټولنیزه څارنه د ۲۰۱۴ کال په جولائ مياشت کې پېل شوې څو د ټولنو او حکومتي ادارو ترمنځ همغږي زياته شي او د روڼتيا او حساب ورکوونې کچه لوړه شي. همدارنګه د ټولنې لخوا د څارنې، د ګټورو مالومات د شریکولو او ستونزو د حلولو پر مټ د پوهنې کيفيت لوړ کړای شي. د دې برنامې موخه دا ده چې چارواکي لا ډېر ځواب ويوونکي شي او ټولنې وهڅول شي چې د پوهنيز سکتور ملاتړ وکړي او په سيمه ايزه او ملي کچه د مثبت بدلون لپاره سلا مشورې وکړي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر درې زرو ډېر دولتي روغتيايي مرکزونه او زرګونه نور خصوصي روغتيايي مرکزونه شتون لري. که له يوې خوا، دولتي روغتيايي سکتور د زېربناو د محدوديت او مالي محدودیتونو سره مخ دی، له بل پلوه د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو په زياتېدو سره د خلکو تکيه هم پر دولتي روغتيايي سکتور مخ په زیاتېدو ده. نو ځکه هر افغان مسؤليت لري چې د افغانستان له روغتيايي سکتور سره د سرچينو په سم ډول کارولو کې همکاري وکړي څو افغانانو ته روغتيايي خدمات په اغېزناک ډول وړاندې شي.

زموږ د عدالت  غوښتنې واحد رول دا دی چې د حکومت، تمویلوونکو او نړیوالې ټولنې سره د روغتیایي مرکزونو د ټولنیز څار موندنو لپاره لابي وکړي. روغتیایي مرکزونو څخه ټولنیز څار د ياد حالت پر وړاندې د غبرګون يوه هڅه ده چې افغانانو ته فرصت برابروي څو په روغتيايي سکتور کې ګډون کړي او د خپلو مادي او معنوي سرچینو مرسته وکړي او د اړتيا په صورت کې دولتي چارواکو څخه د هغوی د کړنو په اړه پوښتنه وکړي.

ملګري ملتونه او ورسره تړلې موسسې او همدارنګه په سلګونو غیر دولتي موسسې به میلیونونه ډالر ولګوي څو د افغانستان د روغتیا او پوهنې سکتورونه پرمخ ولاړ شي، بې وزلو ته اړین خدمات وړاندې شي او د افغانستان اقتصاد خپل فعالیت ته دوام ورکړي. زموږ د عدالت غوښتنې څانګې دنده دا ده چې د ټولو هغو مرستو څارنه وکړي چې له افغانستان سره ژمنې شوي دي او د نړیوالو معیارونو لکه هغه څه خپاره کړئ چې تاسو یې تمویل کړئ، د نړیوالو مرستو د شفافیت نوښت او داسې نور په پام کې نیول دي.