“د کاپیسا ولایت په پوهنې ریاست کې، فساد تر ډېره د ښوونکو په ګومارنه کې موجود و.”

4 دلو 1395
“د کاپیسا ولایت په پوهنې ریاست کې،  فساد تر ډېره د ښوونکو په ګومارنه کې موجود و.”

په کاپیسا ولایت کې، د افغانستان د روڼتیا څار سازمان له ښوونځیو څخه ، د ټولنیز څار له سیمه‌ییز څارونکي عصمت پارسا سره مرکه

عصمت پارسا له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې، له روڼتیا څار سازمان سره د څارونکي په توګه کار کوي. نوموړی چې د کاپيسا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی.

پارسا هم، لکه ډېر نور، مخکې له دې چې له روڼتیا څار سازمان سره یو ځای شي، د فساد د بېلابېلو قضیو لیدونکی و. د نوموړي په وینا: د دغه ولایت د ښوونې او روزنې په سکتور کې ،فساد تر ډېره د ښوونکو د ګومارنې په بهيراو ازموینو کې ترسره کېږي. په دې  سربېره، د نوموړي وینا، د اسندونو د جعل او تذویر شاهد هم و. د پارسا په وینا، له ډېر شمېر وګړو څخه، چې په کاپیسا ولایت کې ازموینه ورکوي، بډې اخیستل کېږي او یا هم د اړیکو له مخې، په دولتي ادارو کې ګومارل کېږي.

د بېلګې په توګه، د ده په یاد دي، چې یو وخت یې له خپلو همکارانو سره یو ځای داسې سندونه ترلاسه کړي وو، چې په یوه کال یې، همهاله، د یوه هلک هم له ښوونځي او هم  له دارالمعلمین څخه د فراغت ښودنه کوله.

په دې منځ کې، هغه څه چې د دغه سیمه‌ییز څارونکي لپاره د ډېرې اندېښنې وړ دي، هغه د کاپیسا ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نا وړو او نا مسلکي ښوونکو او د ښوونځیو د مديرانو ګومارنه ده. د پارسا په وینا، هغه ښوونکي چې د بډو او اړیکو له مخې ګومارل کېږي، پوره سواد نه لري او نه شي کولای ،زده‌کوونکو ته په سم ډول درس ورکړي او یا هم، هغه مديران ، چې په همدې ډول ګومارل کېږي، نه شي کولای، ښوونځي په سم ډول مديریت کړي. له همدې امله دی او ملګري یې تل هڅه کوي، په معارف کې کارنده او کادري وګړي وګومارل شي.

په همدې حال کې، پارسا له روڼتیا څار سازمان څخه د خپلو زده کړو او له ښوونځیو څخه د څار پروګرام د مثبتو اغېزو په اړه وایي:  د هغه په باور، د روڼتیا څار سازمان کارونو، په کاپیسا ولایت کې مثبته اغېزه لرلې او هغه چې له ډېرو مواردو سره مخ شوی، د سیمې د خلکو، د ښوونځي د اداري شورا او د ښوونځیو د مديرانو په مرسته یې حل کړې دي. نوموړی د خپلې هغې خاطرې په اړه وايي، چې ډېره ورته په زړه پورې وه.

یوه ورځ د دې موندلو لپاره، چې د څارنې له حق او بچيانو د ښوونځیو له حالت  څخه یې میندې او پلرونه څومره خبر دي، د زده‌کوونکو میندو او پلرونو ته مراجعه کوي او د دغه کار په جریان کې مومي، چې داسې پلرونه هم شته، چې د بچيانو د ښوونځیو له پیل راهیسي ، ان یوه ورځ هم هلته نه دي ورغلي، چې د خپلوبچيانو  د زده‌کړې، حاضري او غيرحاضري  په اړه ډاډه شي او هغوی د څارنې په اړه، له خپل حق  نه هم، نه دي خبر، خو د نوموړي په وینا، له ښوونځیو څخه د ټولنیز څار پروګرام او سیمه‌ییز څارونکي، د دې لامل کېږي، چې ميندې او پلرونه  یې ،له دغه حق څخه خبر شي.

سربېره پر دې، نور بدلونونه، چې له ښوونځیو څخه د څار پروګرام له لارې راغلي، په سیمه کې د ننه د یو شمېر تضادونو له منځه وړل دي. له دې ډلې، دا چې ډېری کسان، د ښوونځیو د مديرانو په توګه، د خپل پام وړ کسان  رامخته کوي، چې پارسا او ملګرو یې خلکو ته د وړتیا له مخې د شخص د ګومارنې او د هغو د مثبتو اغېزو په اړه معلومات ورکړي.

د څارنې په برخه کې د لاسته راوړنو او بدلونونو په توګه، هغه څه چې عصمت پارسا ترلاسه کړي، درې مورده دي. ټاکل شوي درسي ساعت ته، په وخت د ښوونکي حاضرېدل، د ښوونځي د مديرانو او اداري شورا په مرسته، په یو شمېر ښوونځیو کې د درسي توکو د کمښت  د مسئلې حل او له اداري شورا، مديرانو او د ولایت له پوهنې ریاست سره همغږي.

د نوموړي په باور، د څارنې دا بهير، تر اوسه ډېر بریالى و او د خپلې سیمې د خلکو د باور له امله، چې دغې پروسې ته یې لارموندلې، ډېر خوښ دي.