کارموندنې اعلانونه

کارموندنه د افغانستان روڼتیا څار عادلانه فرصتونو برابرولو ته په ټینګه ژمن دی او خلکو ته پر درناوي او خپلو ټولو کارمندانو او دنده‌غوښتونکو ته د کارموندنې د مساویانه فرصتونو پر برابرولو باور لري. د قومیت، نژاد، مذهب، جنس، جنسیتي علاقې، ملي هویت، عمر او مدني حالت له توپیر پرته د کارمندانو ګمارنه، روزنه او وړتیالوړونه د افغانستان روڼتیا څار موخه ده. موږ همدراز زیار کاږو چې د بشري منابعو اړوند چارې او د تنخوا، ګټو، بدلون، ترفیع، د نهاد لخوا روزنه، تعلیمي او ښوونیز فیس او روغتیايي پروګرامونو اړوند پرېکړې له کوم توپیر او تعصب پرته ترسره کړو. موږ د ټولو کارمندانو د تبعیض اړوند شکایتونو پلټنه کوو او په چټکه توګه یې پر وړاندې مناسب اقدام کوو. موږ همدارنګه یو سالم او له ځورونې پاک کاري چاپېریال رامنځته کړی چې ټولو کارمندانو ته د عادلانه فرصتونو رسېدو په موخه پکې د بشري منابعو اړوند ټول مسایل تر بحث او ارزونې لاندې نیول کېږي. د روڼتیا څار همدارنګه د تبعیضي چلند ترسره‌کوونکیو پر وړاندې چټک اصلاحي اقدامات ترسره کوي. مهرباني وکړئ د افغانستان روڼتیا څار په اداره کې د کارموندنې لاندني فرصتونه وګورئ.

د بست د کوډ شمېرهد بست نومد دندې موقیعتد پای نېټهډاونلوډ
007/2021د څېړنې سلاکارکابل09 February 2021