د روڼتیا څار سروی: په افغانستان کې روغتیايي مرکزونو ته د کویډ۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره چټکې پاملرنې اړتیا ده

30 اسد 1399
د روڼتیا څار سروی: په افغانستان کې روغتیايي مرکزونو ته د کویډ۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره چټکې پاملرنې اړتیا ده

۲۰ اګست، ۲۰۲۰، کابل – په دیارلس ولایتونو کې د اووه سوه روغتیايي مرکزونو یوه سروی ښيي چې ډېر وخت مراجعین په دروازو کې د کویډ۱۹ نښو لپاره نه کتل کېږي. سروی همدارنګه ښيي چې افغان دولت او د عامې روغتیا وزارت باید په چټکه توګه خپله څارنه پراخه کړي، د شواهدو پر بنسټ پرېکړې وکړي، د روغتیايي خدمتونو څخه د سیمه‌ییزو شوراګانو او مدني ټولنو د څارنې څخه ملاتړ ډېر کړي، ډاډ ترلاسه کړي چې د کویډ۱۹ پر وړاندې مبارزې لپاره د درملو او طبي لوازمو بسنده زېرمې موجودې دي او ددې ویروس د شونې دویمې څپې لپاره ځان چمتو کړي.

د روڼتیا څار اجرائیوي رئیس، سید اکرام افضلي وویل، «دا سروی ښيي چې د عامې روغتیا وزارت د کره، بشپړو او پر وخت اطلاعاتو راغونډولو لپاره یو سیستم نلري چې د وزارت مشرتابه د هغو پر مټ مناسبې پرېکړې وکړي، ترڅو په هېواد کې د کویډ۱۹ خپرېدو مخنیوی وشي.» پر ویروس د اخته شویو او مړو کسانو اوسني ارقام چې د حکومت لخوا راټولېږي او خپرېږي، د باور وړ نه دي. د بېلګې په توګه، د عامې روغتیا وزارت د رسمي ارقامو پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال د اګست تر نولسمې، ۳۷٫۵۹۹ کسان پر کویډ۱۹ اخته شوي دي، خو د حکومت بله سروی ښيي چې ښايي تر لس ملیونه ډېر وګړي پرې اخته شوي وي. ښاغلي افضلي ګوتڅنډنه وکړه چې افغان حکومت باید خطر راکم کړي، او د روڼتیا څار د سروی مطابق د اسېب‌پذیره سیمو د ډلبندۍ له لارې د شونې دویمې څپې لپاره چمتووالی ونیسي.

د روڼتیا څار د څېړنو مسؤول، ښاغلي عزت‌الله ادیب وویل، «د سروی موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې ۴۰٪ روغتونونو په خپلو دروازو کې د مراجعینو ساده چک هم نه ترسره کاوه.» د کابل او هرات د ولایتي او ولسوالیو روغتونونو په شمول، ګڼ شمېر لوی روغتونونو هم دا ستونزه درلوده. هغه زیاته کړه، «د روغتیايي مرکزونو لخوا وړاندې شويو مالوماتو پر مټ، د ۲۰۲۰ کال په جولای کې تازه اطلاعاتو وښووله چې د ۴۸٪ روغتیايي مرکزونو په دروازو د مراجعینو مناسبه کتنه نه کېده.» د ځاني محافظتي توکیو، اړینو درملو او نورو طبي لوازمو لکه وینټایلټور او د اکسیجن ډبو موجودیت هم ځینې مسئلې وې. په روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن او د جدي مراقبت نورو توکیو موجودیت له یوې تر څلورو ورځو پورې توپیر درلود. د کویډ۱۹ روغتونونو او ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې اکسیجن د دوه ورځو لپاره موجود ؤ، په ولایتي روغتونونو کې د درې ورځو لپاره او د زون په کچه روغتونونو کې یوازې د یوې ورځې لپاره موجود وو. د هېواد په کچه په روغتیايي مرکزونو کې ماسکونه او الکولي محلولونه په هرو درېیو ورځو کې، محافظتي خولۍ او لباس په دوه ورځو کې او بوټ‌پوښونه په یوه ورځ کې ختمېږي.
د سروې موندنې به ډير ژر د خلکو او حکومت سره شریکې شي.

په پای کې ښاغلي افضلي پر حکومت غږ وکړ چې د کویډ۱۹ پر وړاندې د اغېزناکې مبارزې، د روغتیايي مرکزونو د لا ښه چمتووالي، او د ځیرکو قرنطیني تدابیرو لپاره له راټولو شویو اطلاعاتو څخه ګټنه وکړي.

د سروی په اړه:
دې سروی د ۱۳ ولایتونو په ۶۰ ولسوالیو کې له ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه راونغاړل. نوموړي ولایتونه بلخ، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کاپیسا، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پروان، پنجشېر او سمنګان وو. پدې ډله کې دواړه، دولتي او شخصي روغتیايي مرکزونه شامل وو. د اطلاعاتو راټولول د ۲۰۲۰ کال د اپرېل پر نولسمه پیل او د ۲۰۲۰ کال د جون پر دېرشمه پای ته ورسېدل. له هماغو روغتیایي مرکزونو څخه د اطلاعاتو راټولولو دوېمه لړۍ د ۲۰۲۰ کال د جولای پر ۲۳مه پېل او د ۲۰۲۰ کال د اګست پر لسمه پای ته ورسېده. د عامې روغتیا وزارت اطلاعات د اخته شویو کسانو پر شمېر او د هغوی پر جغرافیوي وېش تمرکز وي، زموږ اطلاعات پر دې برخو تمرکز کوي: ۱) د روغتیايي مرکز اساسي مالومات: د ډاکټرانو، نرسانو، بسترونو او داسې نورو شمېر. ۲) د کویډ۱۹ اړوند توکي (وینټالیټور، اکسیجن، ایکسری ماشین، ازمېښتي کڅوړې). ۳) د کویډ۱۹ بهیرونه: د هر روغتیايي مرکز په دروازه کې د کویډ۱۹ نښو لپاره د مراجعینو کتلو بهیر او د عامه پوهاوي کمپاینونو موجودیت، ۴) ځاني حفاظتي توکي: په روغتیايي مرکز کې د هر توکي پاتې ورځې. ۵) درمل: د کویډ۱۹ نښو لرونکو ناروغانو لپاره د درملو زېرمو پاتې ورځې، او د جدي مراقبت ناروغانو لپاره د پاتې ورځو درمل. د مهمو موندنو لپاره لطفاً لومړۍ ملپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.

د خبری کنفرانس لینک: https://we.tl/t-mqEqKihC81

د لا ډېرو مالومات لپاره، لطفاً اړیکه ونیسئ:
عرفان ارزاز، د نیاوغوښتنې مدیر – روڼتیا څار. ۰۷۹۷۷۹۰۷۰۰ e.erzaz@integritywatch.org


لومړۍ ملپاڼه: د سروی مهمې موندنې
روڼتیا څار او وکسمپ نهادونو د ۲۰۲۰ کال د اپریل او جولای ترمنځ موده کې د افغان روغتیايي مرکزونو څخه د کویډ۱۹ چمتووالي اړوند پراخه اطلاعات راټول کړل. د اطلاعاتو راټولول اوس هم روان دي. دا لنډه شننه په ۱۳ ولایتونو کې د ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو څخه د راټولو شویو اطلاعاتو پر بنسټ ترتیب شوې ده.
دا لنډ تحلیل د دوه برخو موندنو لنډیز دی. ۱) د روغتیايي مرکز په دروازه کې د کويډ۱۹ نښو لپاره د ټولو مراجعینو چک کولو بهیرونه، ۲) د مهمو درملو او حفاظتي توکیو موجودیت.
د اطلاعاتو دا راټولونه د عامې روغتیا وزارت سره د سمو پرېکړو په نیولو، د خطر سیمو ته د پام راړولو او په روغتیايي مرکزونو کې د کویډ‍۱۹ د خپراوي څخه د مخنیوي په برخو کې بنسټيزه مرسته کوي.

د سروی د موندنو لنډیز:
۱. که څه هم د کویډ۱۹ اړوند د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شول، خو د سروی موندنې ښيي چې په ۴۸٫۳٪ مرکزونو کې لا هم د کویډ۱۹ نښو لپاره مراجعین په دروازو کې نه چک کېدل. په مخکینۍ سروی کې دا سلنه ۴۴٫۵ وه. دا ښيي چې د چک او کتنې په بهیر کې ډېر کم یا هېڅ بدلون نه دی راغلی او روغتیايي مرکزونه باید د کرونا ویروس خپرېدا جدي وګڼي.
زموږ په شننه کې موږ وموندل چې یوازې کوچني روغتیايي مرکزونه په دروازو کې د مراجعینو چک بابېزه نه ګڼي، بلکې د ولایت او ولسوالیو په کچه لوی روغتیايي مرکزونه هم ورته ستونزه لري. یوازې هغه روغتیايي مرکزونو چې د دولت لخوا د کویډ۱۹ د تشخیص او تداوۍ لپاره ځانګړي شوي وو، په دروازو کې مراجعین په سمه او سیستماتیکه توګه چک کول.
په دروازو کې د مراجعینو نه کتل د روغتیايي مرکز صحي کارمندان هم له خطر سره مخ کوي او نورو هغو خلکو ته د کویډ۱۹ خپرېدا چټکه کوي چې د نورو ناروغیو له امله د کويډ۱۹ ناروغۍ د جدي پایلو سره مخ دي.
د اطلاعاتو ارزونه د پراخ چک بهیر او پر ویروس د کمو صحي کارمندانو اخته کېدو سره رسا اړیکه ښيي.
۲. ډیری روغتونونو محافظتي توکي درلودل، خو ډېرو نورو بیا لږترلږه د محافظتي بستې ځینې توکي نه درلودل، په ځانګړې توګه محافظتي لباس او پرمخ پرته پیکداره خولۍ. په ځینو مواردو کې ځینو روغتونونو حتی دستکشې، ماسکونه او الکولي محلولونه نه درلود او یا هم په ډېره کمه کچه موجود وو.
ماسکونه او سنیټایزرې په ټولو ولایتونو کې کارېدلې، خو د مخصوصو پیکداره خولیو کارول ډېر کم تر سترګو کېدل (د اګست میاشت تر ۱۲ یوازې د درې ورځو لپاره ذخیره درلوده) چې دا پخپله د سترګو له لارې د ویروس په لېږد کې خطر ډېر لوړوي. که څه هم ماسکونه او سنیټایزرې په لوړه کچه کارېږي (د اګست میاشت تر ۱۲مې له ۳ ورځو څخه ډيره ذخیره درلوده)، خو دا توکي په ځینو ګڼ‌میشته ولایتونو لکه هرات، بلخ او ننګرهار کې په کمه کچه موجود وو چې د موجودیت کچه یې له یوې ورځې څخه هم ټیټې کچې ته را لویدلې وه.
انټیپیرټکس درمل چې د تبې د کنترول لپاره کارېږي، په ټولو سروی شویو روغتونونو کې موجود ؤ. د کابل د شمالي ولایتونو (کاپیسا، پروان، پنجشېر) په استثناء، د اکسیجن ډبې په ټول هېواد کې موجودې وې. همدارنګه د بېهوښۍ او درد اراموونکي درمل هم په ټول هېواد کې وو خو د کابل په شمالي ولایتونو کې کم موندل کېدل. که څه هم دا د اندېښنې ځای دی چې د کابل شمالی ولایتونو روغتونونه سم سمبال نه دي، خو دا ولایتونه یوه ګټه لري چې کابل ته خپل ناروغان په یو ساعت کې لېږدولای شي.

سپارښتنې
د وبا سرعت او خپرېدلو پر وړاندې د روغتیايي مرکزونو مبارزه بسنده نه ده. د عامې روغتیا وزارت باید ځان ډاډمن کړي چې ټول ۱۰۰٪ روغتیايي مرکزونه په خپلو دروازو کې مراجعین د کوید۱۹ نښو لپاره چک کوي. دا بهیر ژوندونه ژغورلای شي او د ویروس خپرېدنه ټکنۍ کولای شي.

د درېمګړو نهادونو څارنې ته اړتیا ده: افغان دولت باید د روغتیايي ادارو د چمتووالي، پرمختګ او د نفوس او اړتیا پر اساس په ولایتونو کې د توکو وېش په اړه خلک، روغتیايي شوراګانې او مدني ټولنې ښکېلې کړي، ځکه د سروی اطلاعات ښيي چې ځینو ولایتونو ته وسایل په ښه توګه رسېدلي دي، خو د ځینو نورو توکي بیا نیمګړي دي.

محافظتي توکي باید په ټول هېواد کې ووېشل شي. د عامې روغتیا وزارت باید ځان ډاډمن کړي چې په ټول کې هېواد کې ۱۰۰٪ محافظتي توکي وېشل شوي دي، خو که بیا د محافظتي توکو کمی وي، د اطلاعاتو او مالوماتو پر بنسټ دې ځانګړو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د درېمګړو څارونکو نهادونو سره همغږي اړینه ده. د عامې روغتیا وزارت باید د ټولو درېمګړو څارونکو ډلو او نهادونو سره ګډ کار وکړي ترڅو هڅې همغږې شي، نیمګړتیاوې لرې شي او د اطلاعاتو پر بنسټ پرېکړې وشي.