روڼتیا څار: افغانستان دولت باید د کویډ۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیايي اسانتیاو چټکو اړتیاو ته پام وکړي

27 ثور 1399
روڼتیا څار: افغانستان دولت باید د کویډ۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیايي اسانتیاو چټکو اړتیاو ته پام وکړي

۲۹ وری ۲۰۲۰، کابل افغانستان: د کویډ۱۹ وبا په دوران کې د روڼتیا څار نوې څېړنه ښيي چې افغان روغتیايي سیستم د عملیاتي او مراقبتي ننګونو، د پرسونل کمزوري مدیریت او د عامې روغتیا وزارت لخوا د ناکاره څار سره مخ دی. د څېړنې ریپوټ پر افغان دولت غږ کوي چې د ښکېلو غاړو سره پرلپسې مشورې وکړي، خپل څار پراخ کړي، او د چټکو روغتیايي اسانتیاو اړینو عملیاتو، پرسونل او وسایلو ته پام وکړي.

دا راپور په ۱۳ ولایتونو کې د ۴۱ حوزوي، ولایتي، ولسوالیو او نورو روغتیايي مرکزونو د سروی پر مټ تیار شوی دی. پدې راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د ودانیزو، صحي او بشري منابعو د مدیریت ارزونه شوې او دا روښانوي چې اوسنی وضعیت د باکیفیته صحي خدماتو په رسولو کې د روغتیايي مرکزونو ظرفیت څومره اغېزمنوي. د روڼتیا څار اجراییوي رئیس سید اکرام افضلي وویل، «د افغانستان په روغتیايي سکتور کې ځینې پرمختګونه شته، لکه دا چې د ټولو روغتیايي مرکزونو د پرانیستي حالت خبر ورکړل شوی دی. خو د روغتیايي خدماتو کیفیت د لږو منابعو او کمزوري څار له امله زیانمن کېدو باندې خواشيڼي څرګنده کړه. ». هغه سپارښتنه وکړه چې د افغانستان روغتیايي سکتور بشپړ ځواک به هله کارول شوی وي چې ټولنې ددوی په بودیجوي او څارنیز بهیر کې په سیمه‌ییزه کچه په ماناداره بڼه ښکېلې شي او په کابل او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت لخوا جدي او پراخ څار وشي.

د روغتیايي سیستم کارمندان او مدیریت نسبتاً ښه ارزول شوی او یوازې د ۷٪ په اړه ویل شوي چې مسلکي نه وو. د فعالیت کلنۍ ارزونه ۸۰٪ روغتیايي مرکزونه رانغاړي چې ناروغانو سره د ۸۳٪ سلنه روغتيايي کارمندانو چلند د قناعت وړ بلل شوی دی. خو د عملیاتو او مراقبت معیارونه ښه نه وو، لکه ۳۹٪ روغتیايي مراکزو پاکې روانې اوبه نه درلودې، ۵۱٪ مرکزونو د ناروغانو د ګرځنده څوکیو لپاره ځانګړې زینې نه درلودې، یوازې ۲۲٪ مرکزونو د اور خطر الارم درلود او ۲٪ مرکزونو د بېړنۍ وتنې دروازې لرلې. د تودوخې او یخولو سیسټمونه اکثرا د هوا د سخت شرایطو په سیمو کې  د تودوخې او یخولو سیسټمونه شتون نلري.

په سروی کې راغلي چې ۵۰سلنه تشنابونه پاک نه وو او حفظ‌الصحه یې مراعات شوې نه وه. په اکثریت روغتیايي مراکزو کې امبولانسونه موجود وو. خو داسې صحي مراکز هم وو چې هېڅ امبولانسونه یې نه درلودل او یا یې شمېر کم ؤ. له هغو ولایتي روغتونونو چې دې سروی رانغاړلي، ۲۵٪ یې امبولانسونه نه درلودل، همدا ډول ۱۱٪ د ولسوالیو روغتونونو او ۱۳٪ کلینکونو هم ورته ستونزه لرله.

ډاکټر نپا بنرجي ، چې د دې راپور لیکوال او د روڼتیا څار د څیړونکو لخوا راټول شوي د سروې ډاټا مخکښ تحلیل کونکې ده څرګندوي چې د مطالعې ځینې کمي موندنو پر اساس روغتیایی سهو لتونهد اطمینان وړ حالت کې دي. د بیلګې په توګه ، اکثرا روغتیایي مرکزونو کې د نلونو سیسټمونه وموندل شول – هغه موندنه چې د ستاینې وړ ده.خو بیا هم په کم شمېر روغتیایي مرکزونو کې د یو اساسی عنصر لکه د نلونو نشتوالۍ ښایي چې د روغتیا پاملرنې سیسټم د اطمینان وړ ندی.تحلیل ګرې وویل چې اړینو وسایلو او اسانتیاو او د درملو ذخیرې ،پاکې اوبه ، د لاس‌مینځلو ، د نلدوانۍ او برېښنا سیستمونه ، د تګ راتګ مناسبې لارې ، د ناروغانو لپاره د مجهزو امبولانسونو خدمات ، د روغتیا پاملرنې خدماتو کیفیت وړاندې کولو لپاره لومړني اړتیاوې دي. او په داسې برخو کې ضعفونه ، که څه هم په لږ شمیر مرکزونو کې ، باید د درملنې لومړی شرط په توګه سم شي.سر بیره پر دې کله چې اړینو وسایلو او اسانتیاو ته په عادي بڼه لاسر‌سی نه وي، لکه پاکې اوبه کمې وي،

د ریپوټ تر ټولو مهمه سپارښتنه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت باید د ښکېلو غاړوسره پرلپسې مشورې وکړي. د عامې روغتیا وزارت باید د صحي چارو څارنه پراخه کړي چې د څارنې ډله باید د مراقبت روښانه پلانونه جوړ کړي او د روغتیايي مرکزونو د اداري واحدونو پر مټ یې عملي کړي. د پرمختګ مالومولو لپاره د کره شاخصونو سره باید «د فعالیت ناپ‌کولو چوکاټ» جوړ شي او د عامې روغتیا وزارت د څارنیز ټیم لخوا د نظارت پر وخت وکارول شي. کابینه او د مالیې وزارت باید د عامې روغتیا وزارت ته ددې سپارښتنو پلي کولو او ددوی د سفرونو، تخنیکي چارو، د اړتیا پر مهال د کارپوهانو مشورو او د کارمندانو روزنې لپاره اضافي بودیجه ورکړي.

د ایډیټرانو یادداښت:
  • ددې سروی د ۴۱ روغتیايي مراکزو څخه ۶ په بلخ، ۲ په بامیان، ۱ په غزني، ۵ په هرات، ۷ په کابل، ۴ په کندهار، ۱ په کاپیسا، ۳ په خوست، ۲ په کندز، ۳ په ننګرهار، ۳ په پکتیا، ۳ په پروان او یو په میدان وردګ کې وو.
  • ددې سروی اطلاعات د دسمبر ۲۰۱۸ نه تر جنوری ۲۰۲۰ کال ترمنځ د انجینرانو او ټولنیزو سروی‌کوونکو او د صحي برخې د متخصص ټیم په وسیله راټول شوي وو.
  • د بشپړ ریپوټ لپاره دلته کېکاږئ.
  • د ویدیو دی لیدلو لپاره دلته کېکاږئ.
 
د لا ډېرو مالوماتو او رسنیزو پوښتنو لپاره لطفاً اړیکه ونیسئ:
عرفان ارزاز، ۰۷۹۷۷۹۰۷۰۰ ،  e.erzaz@integritywatch.org