له روغتیايي خدمتونو څخه ټولنیز څار

26 دلو 1399

ټولنیز څار – روغتیا

د روڼتیا څار د ټولنیزې څارنې روغتیايي پروګرام د ټولنیز خوځښت او تفتیش له لارې ټولنیزه حساب‌ورکونه هڅوي او په سیمو کې د روغتیايي خدماتو د څارنې لپاره ټولنې چمتو کوي. ددې پروګرام موخه د خلکو لخوا د چارواکو او خیریه نهادونو مسؤول ګڼل او د دولت، خیریه نهادونو او مدني ټولنو ترمنځ د واټن کمولو له لارې د فعاله او مسؤوله ښاروندانو چمتو کول دي. په سیمه‌ییزه څارنه کې ښکېلې ټولنې د پرلپسې بحثونو، څارنې، او پر بهرنیو نهادونو یا موازي ادارو باندې د اتکا‌ کمېدو له لارې د خپلو ستونزو په اوارولو کې برلاسې او خپلواکې کېږي.

دا پروګرام په کابل کې په ۲۰۱۸ کال کې د ۱۰ ټولنو (روغتیايي مرکزونو) څخه پیل شو او په بریالۍ توګه امانتولۍ او حساب‌اخستنې ته د خلکو هڅولو او ویښتابه په برخه کې ډېر پراخ شو. له ۲۰۱۸ کال راهیسې په کابل، کاپيسا، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې یې د امانتولۍ د ۷۰ رضاکارانو پر مټ کابو ۷۰ روغتیايي مرکزونه څارلي دي.

د افغانستان روڼتیا څار د امانتولۍ رضاکارانو په موندلو کې د ټولنو سره په ګډه کار کوي چې د خپلو ټولنو په استازیتوب د خپلې سیمې روغتیايي مرکزونه وڅاري. د افغانستان روڼتیا څار لخوا د امانتولۍ رضاکارانو د ملاتړ او روزنې له لارې نوموړو رضاکارانو ته د تجربو پر مټ ثابتې د څارنې ځانګړې طریقې ورښوول کېږي چې د امانتولۍ اړوند ټول مسایل پکې رانغاړل شوي وي ترڅو د خپلې سیمې روغتیايي مرکزونو کیفیت او پر ټولنو یې اغېز وارزوي. دا طریقې د کلینیکونو د بسنې، ثبات او پایښت په اساس ترسره کېږي.

د امانتولۍ رضاکاران د سکتوري څارنې ګروپ له لارې د شکایت ثبتولو وړتیا لري؛ پدې ګروپ کې د اړونده وزارتونو استازي، د امانتولۍ رضاکاران، د ولایتي شورا غړي، رسنۍ او خیریه مؤسسې ګډون لري. دا ګروپ په سیمه‌ییزو ادارو کې د حساب‌ورکولو نقش پیاوړی کوي. لدې وراخوا، د کلینیکونو منظمه څارنه د روغتیايي مرکزونو کیفیت او پر ټولنې یې مثبت اغېز تضمنیوي.

د ټولنیزې څارنې د روغتیا پروګرام له لاندې لارو څخه په سیمه‌ییزه کچه د مرستو اغېز ډېرولو لپاره خلک هڅوي:

  1. د ټولنو ټاکل

د افغانستان روڼتیا څار د نورو نوښتونو په څېر، د ټولنېزې څارنې د روغتیا پروګرام خپلو موخو ته د مشروعیت ورکولو لپاره پخپلو چارو کې ټولنه ښکېلوي. پدې پروګرام کې «ټولنه» د سیمه‌ییزې پراختیايي شوراګانو، مدني ټولنو او حقوقي خدماتي ادارو لخوا ټاکل کېږي. کله چې یو ټولنه وټاکل شي، د افغانستان روڼتیا څار کارمندان د هغې ټولنې سره ګوري او د څارنې بهیر او ګټې یې ورته بیانوي.

 

  1. د امانتولۍ رضاکاران ټاکل

له هرې ټولنې غوښتل کېږي چې د امانتولۍ یو رضاکار وټاکي؛ نوموړی کس باید ترجیحاً باسواده وي، په ټولنه کې نېک شهرت ولري، او د روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې لپاره په اونۍ کې څو ساعتونه وقف کړای شي.

  1. د امانتولۍ رضاکارانو روزنه

د رضاکار له ټاکلو وروسته، د افغانستان روڼتیا څار د کارمندانو لخوا د امانتولۍ ټولو رضاکارانو ته تخنیکي او ټولنیزه روزنه ورکول کېږي. په ټولنیزه روزنه کې د فساد په اړه پوهاوی، د ټولنې خوځښت او د ستونزو د اوارۍ په اړه درسونه ښوول کېږي. په تخنیکي روزنه کې د پروګرام بهیرچارټ، د څارنې فورمې، لارښودونه، د ناستو څرنګوالی، د ستونزو تشخیص او اواری رانغاړل کېږي. ددې روزنې پر مټ د امانتولۍ رضاکارانو ته د څارنیزو توکو کارول، د سروی‌ګانو ترسره کول، د چک‌لستونو تعقیب او اطلاعاتو راټولول ښوول کېږي.

  1. د مالوماتو راټولول

ورپسې د امانتولۍ رضاکاران له حکومتي چارواکو او عامې روغتیا له ریاست څخه د اړونده کلینیکونو اسناد راټولوي. د کلینیکونو د اسنادو راټولولو وروسته د امانتولۍ رضاکاران د ټولنې یوه لومړنۍ اساسي سروی ترسره کوي. ددې سروی پر مټ ټولنې ته د څارنې پروګرام ورپېژندل کېږي او د کلینیک په اړه د ټولنې مالومات راټولوي.

 

5. د روغتیايي مرکزونو څارنه

د امانتولۍ رضاکار په اونۍ کې دوه ځله کلینیک ته ورځي، د روغتیايي مرکز رئیس سره ملاقات کوي، او د هغه ځای چاپېریال، خدمات، پاکوالی، او ناروغانو لپاره د کارېدونکو توکو کیفیت ګوري. که پدې برخو کې ستونزه وګوري، لومړی هڅه کوي چې د امانتولۍ رضاکار د امانتولۍ د مشر او د افغانستان روڼتیا څار د ولایتي کواردیناتور په مرسته نوموړې ستونزه اواره کړي، که ونشوه، بیا به د روغتیايي مرکز د رئیس سره د ستونزې پر اوارۍ بحث کوي.

6. د روغتیايي مدیریت شورا (HMS)

د روغتیايي خدماتو او روغتیايي مدیریت شورا د سمو چارو څارنه د ټولنیز څار د روغتیايي پروګرام بنسټیزې موخې دي. لکه څرنګه چې مخې یاد شول، د امانتولۍ رضاکاران به په اونۍ لږترلږه دوه ځلې کلینیکونو ته ورځي او د څارنې فورمې به ډکوي. دوی به د روغتیايي مدیریت شورا میاشتینۍ ناستو کې هم ګډون کوي او خپلې موندنې به د ټولنې استازو سره شریکوي. پدې پړاو کې د کلینیک اطلاعات راټولیږي او په ډیټابیس کې ثبتیږي. همدارنګه د څارنې اوونیزې او درې‌میاشتینۍ فورمې هم د امانتولۍ رضاکارانو لخوا ډکېږي او په ډیټابیس کې ثبتیږي. له هماغو اطلاعاتو څخه د ارزونو میاشتیني ریپوټونه ترتیبیږي او د روغتیا مدیریت او ټولنې استازو ته وړاندې کېږي. پر دې سربېره، د امانتولۍ ټاکل شوي رضاکاران د روغتیايي مدیریت شورا په ناستو کې ګډون کوي او د هغوی چارې څاري.

7. د ټولنې سره د ارزونو ناسته

پدې ناسته کې د امانتولۍ رضاکاران اړونده ټولنې ته د خپلو فعالیتونو ارزونه وړاندې کوي. دا ناسته د امانتولۍ رضاکارانو لخوا په میاشت کې یو ځل په کلینیک کې ترسره کېږي.

د پروګرام په اړه د لا ډېرو مالوماتو او د ټولنیز څار روغتیا پروګرام فلوچارت موندلو لپاره مهرباني وکړئ دې پتې ته سر ورښکاره کړئ.  www.communitymonitoring.org