مدني ټولنې: د کوويډ – ۱۹ اړوند مرستو د بستو په وېش کې د حساب ورکوونې کموالی

4 سرطان 1400
مدني ټولنې: د کوويډ – ۱۹ اړوند مرستو د بستو په وېش کې د حساب ورکوونې کموالی

۱۴۰۰ هـ ل کال، د چنګاښ ۲مه، کابل: د روڼتیا څار بنسټ نن د يوې پاليسۍ لنډيز خپور کړ. د پاليسۍ په دغه لنډيز کې د ملي دسترخوان پروژې د پياوړتيا او ناسمې کارونې د زیان­مننو په هکله مالومات وړاندې شوي دي. د پاليسۍ په دې لنډيز کې څرګنده شوې ده چې په ياده پروژه کې د روڼتيا په تړاو اندېښنې شتون لري. همدارنګه، په ياد لنډيز کې پر حکومت غږ شوی چې په دې برنامه کې شته زيان­مننې و ارزوي، څو خلک په بشپړ ډول او سمه توګه له يادې برنامې څخه برخمن شي.

د روڼتیا څار سازمان اجرائيه رئیس او د مدني ټولنو د ګډې کاري ډلې غړي، ښاغلي سيد اکرام افضلي وويل: “دا په داسې یو مهم وخت کې د افغانستان د کورنيو لپاره د مرستو يوه اړينه بسته ده چې زموږ خلک د ناامنيو او کوويډ – ۱۹ وبا د خپرېدو له کبله نور هم په غربت کې ښکېل شوي دي. د يادې برنامې په هکله له اړوندو ښکېلو اړخونو سره لازمې مشورې نه دي شوي، او په پلي کولو کې يې د روڼتیا اړوند اندېښنې شتون لري، او له امله به يې د دې فرصت راکم شي چې دغه مرستې تر غريبو ورسېږي.

د حکومت له لورې د خپرو شويو شمېرو له مخې، د دې ناورين څخه مخکې شاوخوا ۹۳٪ وګړو د غربت تر کرښې لاندې ژوند درلود. د نړيوال بانک له لورې په ښودل شويو شمېرو کې د غربت کچه د ۷۲٪ په شاوخوا کې ښودل شوي ده.

د آسيا ګرین هټ ادارې مشرې او د مدني ټولنو د ګډې کاري ډلې غړې، آغلې نجلا علي وويل: “د دې برنامې لويي زيان­مننې دا دي چې ځينې کورنۍ ښايي څو ځلې دغه بستې ترلاسه کړي. په دې هکله په ټولو ختيځ مېشتو ولايتونو کې راپورونه ترلاسه شوي دي. د دغو بستو د خوراکي توکو کيفيت بله ستونزه ده چې په هرات او باميان ولايتونو کې يې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي”. نوموړې زياته کړه: “د شکايتونو د ميکانيزم تفتيش د عامو خلکو په کچه نه ترسره کېږي، د مدني ټولنو لپاره داسې کوم ميکانيزم نشته چې له مخې يې دا بهير وڅارل شي، او وروستۍ خبره دا چې دغه برنامه د ډیر ځنډ سره مخ شوه چې د پروژې د پلانګذارۍ په اړه پوښتنې پیدا کئ”.

دا برنامه چې په پښتو ژبه د ملي دسترخوان برنامي په نوم يادېږي، لويه موخه يې دا ده چې له شاوخوا ۵.۱ مليون هغو کورنيو سره مرستې وشي چې د کورني عايد اندازه يې د ورځې دوه ډالر يا تر دې کمه وي. دا برنامه به په ګډه د درېيو دولتي ادارو له لورې پلي شي. د کلیو پراختيا او بيا رغونې وزارت به د ۱۳۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۳.۸ مليون کورنۍ د دغو مرستو تر پوښښ لاندې راولي، د سيمه ايزو اورګانونو خپلواکه اداره به د ۵۶ میليون ډالرو په ارزښت ۶۱۵ زره کورنيو ته رسيدنه وکړي، او بلاخره، د کابل ښاروالۍ به د ۸۰ مليون ډالرو په ارزښت ۶۲۸ زره کورنيو ته مرستې ورسوي. يواځې په کابل ښار کې به اړمنو کورنيو ته د مرستو دوه بستې ورکړل شي، همدا لامل دی چې د کابل ښاروالۍ د مرستو بوديجه د سیمه ايزو اورګانونو د نورو ادارو د ورته شمېر کورنيو په پرتله دوه چنده ټاکل شوي ده.

د مدني ټولنو ګډه کاري ډله په حکومت باندې غږ کوي چې په ياده برنامه کې د اداري فساد د زيان­مننو او ناسمې کارونې د ګواښونو ارزونه او رسيدګي وکړي او ډاډ  ترلاسه شي چې د يادې برنامې لپاره د شکايتونو د سيسټم تفتيش په منظم ډول د عامو وګړو په کچه ترسره شي. د مدني ټولنو بنسټ په نړيوالې ټولنې غږ کوي چې دې برنامې لپاره زیاته بوديجه برابره کړي ځکه چې د يوې کورنۍ لپاره په يو کال کې د ۵۵ ډالرو مرسته د خلکو په ژوند کومه د پام وړ اغېزه نه شي لرلی.

 د ايډيټرانو لپاره يادښت:

  • د مدني ټولنو ګډه کاري ډله (CSJWG) په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې او په ټول افغانستان کې تر ۱۳۰۰ ډېر غړي لري. د مدني ټولنو ګډه کاري ډله د افغانستان د مدني ټولنو د ډلو د همکارۍ تر ټولو لوی پليټفورم بلل کېږي.
  • د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ، لاندې برېښناليک يا شمېرې له لارې اړيکه ونيسئ: ابراهيم خان جبارخېل، د سلا مشورو مدير،  i.khan@integritywatch.org ، د اړيکو شمېره چې وټس اپ هم لري (0702028692)

د روڼتیا څار اجراییوي مشر سید اکرام افضلي ویډیو کلیپ:

https://www.youtube.com/watch?v=pp0-awJ0vRE&feature=youtu.be