د کووید 19 وبا په وړاندې مبارزه کې د مدني ټولنې نه ښکیلتیا په اړه د دوی اندیښنه

2 جوزا 1399
د کووید 19 وبا په وړاندې مبارزه کې د مدني ټولنې نه ښکیلتیا په اړه د دوی اندیښنه

CS-JWG Logo _ PNG (1)

د غبرګولی دی میاشتی ۲ نیټه کال ۱۳۹۹ کابل – افغانستان: د ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټه چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مدني ټولنو ګډه کاري ډله ده، د کرونا وبا پر وړاندې د مدني ټولنو د نمایشي ګډون په اړه اندېښمنه لری. دا نمایشي ګډون د کرونا ویروس پر وړاندې د مدني ټولنو رول کمزوری کوي او پدې برخه کې د فساد ډېرېدلو خطر لوړوي. کله چې د کرونا وبا د فساد سره غاړه‌غړۍ شي، دوه وباګانې ترې جوړېږي چې له یوې خوا د خلکو ژوند ګواښي او له بله پلوه د فساد پراخېدو ته لمن وهي.ښاغلی عبدالله احمدی  پدې اړه وايي: «د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت او خلکو ګډې همکارۍ او ملګرتیا ته اړتیا ده؛ خو دا همکاري باید یوازې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره نه وي؛ بلکې د کرونا پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ پدې برخه کې د شوني فساد جرړې هم وباسي». هغه زیاته کړه: «د افغانستان وګړي او مدني ټولنې حق لري چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې د بهیر له پلان‌جوړونې، تدارکاتو او عملیاتي پړاوونو څارنه او د احتمالي فساد د مخنیوي لپاره مدني ګام پورته کړي. ددې کار لپاره د کاری پلان جوړلو د بهیر او پر وخت  د مالوماتو خپرولو، پر ولایتي کمېټو بیاکتنو، د دولت نه بلکې خپله د مدني ټولنو لخوا د غړو ورپېژندلو، د نورو مدني ټولنو او غړو لپاره د څارنې موقع برابرولو، او د جعلي خبرونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د روڼتیا لپاره اغېزناک او ګټور واوسي». هغه همدارنګه زیاته کړه چې د هغه مرستو بهیر چې د بېوزلو کورنیو سره کېږي، باید روڼ واوسي او ټولو اړمنو خلکو ته په عادلانه بڼه مرستې ووېشل شي.د کرونا ناروغۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم په غم ولړه. افغان دولت د ۱۳۹۹ کال د وري پر ۹ د هېواد وضعیت جدي اعلان کړ، ګڼ شمېر دولتي ادارې یې رخصت کړې او د کابل په شمول یې په ډیری ښارونو کې لنډ ګرځبندیز ولګاوه. د بېلابېلو ولایتونو لپاره یې بېړنۍ بودیجه په پام کې ونیوله تر څو د کرونا پر وړاندې چټکه مبارزه وکړي. د کابل، هرات، کندهار او بلخ په ولایتونو کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې وې چې د غويي تر ۳۱ نېټې پکې په ترتیب سره ۲۴۹۳، ۱۳۴۵، ۶۳۶ او ۶۲۲ پېښې ثبت شوې وې. په همدې خاطر ډېره بودیجه همدې ولایتونو ته ځانګړې شوې ده. دولت د کرونا وبا د مهارولو لپاره په هر ولایت کې د دولتي نهادونو، مدني ټولنو، خصوصي سکتور او رسنیو په شمول کاری کمېټې جوړې کړي؛ خو پدې ټولنو کې د مدني ټولنو نمایشي نقش اندېښمنوونکی دی.

اغلې لیلما ناصری چې د افغانستان د عدالت موسسې رئیسه ده وویل، « مدني ټولنو ته له یوې خوا نمایشي رول ورکړل شوی او له بله پلوه ترې په ولایتونو کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مشروعیت ورکوونکي فکتور په حیث ګټه اخستل کېږي. له همدې امله د افغانستان مدني ټولنې د فساد په اړه اندېښمنې دي چې په ولایتونو او مرکز کې د کرونا وبا پر مهال یې د ډېرېدو شونتیا ډېره زیاته ده «. ددې فسادونو بېلګې په رسینزو ټولنو کې په روښانه توګه لیدل کېدای شي. د یادولو وړ ده چې دا مهال افغان دولت د ولسي تړون پروګرام د بیاکتنې په حال کې دی، خو د مدني ټولنې رول پکې روښانه نه دی. همدا ډول د روڼتیا او د څارنې په برخه کې د مدني ټولنې د رول په اړه د بهرنیو مرستندویانو ناپوهی دا اندېښنه لا ډېره کړې ده.

ښاغلی محمد ناصر تیموری چې د نیاو غوښتنې او اړیکو مسول ده وايي: «دولت د روغتیايي مرکزونو څخه د ټولنیز څار په برخه کې زموږ د ټولنیزو څارونکو سره په سیمه کې همکاري کړې ده، خو دا همکاري بیا په تدارکاتي بهیرونو او د کرونا پر وړاندې د مبارزې په پروګرامونو کې نه لیدل کېږي. دا کار اندېښمنوونکی دی او پدې وخت کې د فساد او غیر معیاري خدماتو رسولو شونتیا ډېروي».

ددې اندېښنې په څرګندولو، د افغانستان مدني ټولنې د کرونا وبا پر وړاندې د افغان دولت د کړنو بیاکتنه غواړي او د افغانستان د مدني ټولنو پر فعال څارنیز رول ټینګار کوي. پدې صورت کې کولای شو چې د کرونا وبا او د فساد د خطرناک ویروس پر وړاندې مبارزه کې بریالي شو.

سپارښتنې

  • پر وخت اطلاعاتو او د کرونا ویروس د مهارولو په خاطر د چټک پیر اړوند د وخته مخکې مالوماتو خپرولو لپاره د پورتال جوړول
  • د پورتال له لارې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لاره کې د جزئیاتو سره د ځانګړیو شویو بودیجو خپرول، او د رسنیو او مدني ټولنو سره د کووید۱۹ اړونده پروژو معلومات شریکول
  • د مرستو په وېش کې روڼتیا او د ټولو اړمنو خلکو سره عادلانه چلند
  • د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې پروګرامونو په تدارکاتي بهیر کې د فساد اړوند اطلاعاتو افشاکوونکو ملاتړ
  • په سیمه‌ییزه کچه د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په کمېټو کې  مدني ټولنو د غړو په ټاکنه بیاکتنه او پخپله د مدني ټولنې لخوا ددې غړي ټاکل
  • د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې د ټولو روغتیايي پروګرامونو او تدارکاتي بهیرونو څخه د مدني ټولنې د رغنده څارنې لپاره زمینه مساعدول
  • د دولت لخوا د کره او موثقو ارقامو خپرول او د جعلي خبرونو پر وړاندې مبارزه

د ایډیټرانو د پام وړ:

  • د فساد پر وړاندې د مبارزې او ښې حکومتولۍ کمېټه د مطبوعاتي کنفرانس ویډیو دلته کتلې شئ.
  • د مدني ټولنو ګډه کاري ډله چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې ده په ټول افغانستان کې ۱۳۰۰ نه ډیر غړي لري.
  • د مدني ټولنو ګډه کاري ډله په افغانستان کې د مدني ټولنو ډلو د همکارۍ ترټولو لوی مرکز هم بلل کیږي.
  • د فساد پر وړاندې د مبارزې او ښې حکومتولۍ کمېټه  د مدني ټولنو ګډې کاري ډلې د کمیټیو څخه ده او لاندې مدني بنسټونه د دغې کمیټې غړي دي:۱) کلید ګروپ، ۲) د روڼتیا څار، ۳) د افغانستان د عدالت موسسه، ۴) د افغانستان د مدافع وکیلانو اتحادیه، ۵) د افغاستان د دموکراسۍ او د پرمختګ موسسه، ۶) د افغانستان د عامه څېړنو موسسه ، ۷)   د سولې او د دموکراسۍ د یوشانوالي موسسې، ۸) د فساد په وړاندې د همغږۍ موسسه، ۹)  د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه، ۱۰) د سولې مطالعاتو لپاره د ښځو موسسه، ۱۱) د افغاني معلولینو لپاره د بایسکل چلولو او بیا رغونې تفریحي موسسه، ۱۲) د ښځو د پرمختګ او د ظرفیت لوړولو موسسه ، ۱۳) د عدالت غوښتنې لپاره د ښځو د پیوستون موسسه، ۱۴) د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ موسسه، ۱۵) د بشري او پرمختیایی خدمتونو موسسه ، ۱۶) د قانون غوښتونکي، ۱۷) د افغانستان د مدني ټولنو غونډه، ۱۸) د معارف او د څیړنو موسسه، ۱۹) د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر
د لا ډېرو مالوماتو او رسنیزو پوښتنو لپاره لطفاً اړیکه ونیسئ:
ضیافت الله سعیدی، د روڼتیا څار,د نیاو غوښتنې افسر

/0747600396 z.saeedi@integritywatch.org